21 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فرمان

فرمان

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه : دجمهور رييس دځانګړي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه :
دبغلان ولايت امنيتي مسوولينو د حسيني عاشورا په ورځو کې د امنيت د تامينولو په مقصد سخت امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي.
په دې تدبيرونوکې د ښځو او نارينه و د بدنې تلاشۍ د سيمو جوړول شامل دي.
دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د آمر مرستيال جنرال عبدالجبار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دښمن د تحرکاتو له په پام کي نيولو سره وپتيل شوه چې په جوماتونو او تکيه خانوکې د خلکو په همکارۍ دعاشورا د مراسمو امنيت د ملي پوليسو او ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شي.
د جعفريه جومات د تکيه خانې مسوول محمد محسن د حسيني عاشورا د مراسمو د امنيت د تامينولو په لاره کې د امنيتي منسوبينو د همکارۍ له امله د مننې په څرګندولو سره  وويل چې د امنيتي تدبيرونو نيولو ته په پاملرنې سره ټول خلک کولاى شي په تکيه خانو او د مراسمو په سيموکې له کومې ويرې پرته ګډون وکړي.
ده له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې د ملکي خلکو په غونډو او مراسمو له بريد څخه دې ډډه وکړي او د دولت سوله غوښتوونکي پيغام ته لبيک ووايي او د سولې له بهيرسره دې يوځاى شوي چې په هېواد کې ورور وژنه او وينه توييدنه پاى ته ورسيږي.
پاى\ ج \ ذ

کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه
په غزني ولایت کې یوولس تنه په دې وروستیو ورځو کې د جنايي جرمونو په اړوند نیول شوي دي .
د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان د وژنې، د ټپي کول، غلا، د پیسې د اخستلو او د کورنۍ تاوتریخوالي په اړوند د دغه ولایت په مربوطاتوکې نیول شوي دي .
مشعل زیاته کړه چې د نیول شویوکسانو دوسیې د زیاتو څیړنو لپاره عدلي او قضايی بنسټونوته لیږدول شوې دي. ختم /ع

کابل باختر دوږي  شپږ ويشتمه :
د نشه يي توکو د انډي کولو يو مرکز پرون په نيمروز ولايت کې کشف او دړې وړې شو .
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ وياند ولي احمد صريح دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې  د مديريت  منسوبينو له نشه يي توکو او د نشه يي توکو له پلورونکو څخه د زرنج ښار د پاکولو د عملياتو په دوام د زرنج ښار د مالدارانو په  کلي کې د نشه يي توکو د توليد او انډي کولو يو لابراتوار کشف او دړې وړې کړ .
  ده زياته کړه چې له دغه مرکز څخه ۳۸ کيلوګرامه اپين، ۵۶ کيلوګرامه  کيمياوي توکي چې د هيروئينو په جوړولوکې کارول کيدل، د لابراتوار له وسايلو سره ترلاسه کړل او د دغې فابريکې يو کارګر هم ونيول شو.
د يوبل خبرله مخې: د نيمروز ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو پرون دعملياتو په بهير کې يو تن په زرنج ښارکې دنشه يي توکو دپلورنې په تور ونيو.
په دې وروستيو وختوکې دنيمروز ولايت  له نشه يي توکوسره دمبارزې دپوليسو د نشه يي توکو دقاچاق وړونکو د نيولو په مقصد د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پراخ عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه پورې په لسګونه تنه نيول شوي او په سلګونو کيلوګرامه  نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي .
  ختم _ ج _ اکرم

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : يو سړى له لسو کيلوګرامو اپينو سره په تخار ولايت کې ونيول شو . درارسيدلو خبرونو له مخې، نيول شوي سړي غوښتل نشه يي توکي دتخار ولايت دکلفګان له ولسوالۍ څخه دهېواد يوه نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي . دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې له دغه نيول شوي سړي څخه لس کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي ده وويل ټاکل شوې وه دغه نشه يي توکي له کلفګان څخه دهېواد يو ولايت ته قاچاق شي . نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتو کې دهېواد په شمال کې دنشه يي توکو دڅو موردو په قاچاقو اعتراف کړى دى . ختم_ ف _ اکرم

Page 3 of 4530