24 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په فراه کې وسله والو طالبانو ته د سردروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر دثور څلورمه په فراه ولايت کې د وسله...

د کونړ ديني عالمانو د جمهور ريېس له طرحې څخه خپل ملاتړ اعلام کړ

اسعد اباد باختر د غويي د مياشتې ٤ مه په هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختر دوږي نهمه
پنځه تنه  استراليايي سرتيري  په افغانستان کې په دووجلا جلا پيښو کې ووژل شول .
  دباختر اژانس دخبر له مخې  يوافغان چې په پوځي جامو سمبال و ، پرون  په ارزګان ولايت کې په استراليايي سرتيرو ډزې وکړي  چې له امله يې  ددغه هيواد درې تنه سرتيري ووژل شول .
  له بلي خوا نن  دافغانستان په جنوب کې ديو هليکپوتر دراغورځيدو له امله دوه تنه استراليايي سرتيري ووژل شول .
  استراليا په ارزګان ولايت کې يو زرو پنځه سوه تنه  سرتيري  لري .
 

کابل باختر دوږي نهمه
  په هرات ولايت کې دپوليسو په عملياتو کې دنشه يي توکو درې تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .
  دغو کسانو سل کيلوګرامه چرس دشيدايي دسيمي په يو کور کې ځاى پرځاى  کړې وه او غوښتل يې چې هغه دقاچاقو په ډول نامعلوم ځاى ته وليږدوي چې ونيول شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان سيد عبدالغفار  سيد زاده باختر اژانس ته وويل چې دغه قاچاق وړونکي له زياتي مودي راپديخوا  دپوليسو تر څارنې لاندې وو
ويل کيږي  چې دنشه يي  توکو له دغو دريو تنو قاچاق وړونکو څخه يوه اندازه  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي
دهرات دپوليسو مسوول دجرمونو په کمښت او دمجرمينو په  نيولو کې دخلکو همکاري ارزښتناکه  وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې لاره کې له امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
 

کابل باختر دوږي نهمه
  دتخار  ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو تيره شپه دتالقانو ښار په قره بايي کلي کې دوه تنه غله ونيول .
دتخار ولايت دامنيې  قوماندانۍ ويندوى خليل الله اسير  باختر اژانس ته وويل غله کله يي چې غوښتل دسيمي داوسيدونکې محمد خان دکور مالونه لوټ کړي دکور دخاوند دمقاومت ، د ګاونډيانو دهمکاري او دتالقانو ښار ددويمي حوزي دپوليسو داقدام له امله دوه تنه يې ونيول او نور يې دشپې له تورتم څخه په استفادي سره وتښتيدل .
په دې پيښه کې دکور خاوند محمد خان په سرکې ټپي شوي دي او درملنې لپاره  روغتون  ته ليږدول شوي دي .
ديوبل خبر له مخې دتخار پوليسو په يوبل  اقدام کې عبدالخبير نومي چې تل دخلکو د ځورونې سبب  کېده اوپه يو لړ نااراميو کې يي هم لاس درلود له يو کلاشينکوف سره دتالقانو ښار ددريمي حوزي په مربوطاتو کې  نيولي دي .
 

کابل باختر دوږي نهمه
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو پرون ددغه ولايت دمرکز تالقاتو  ښار ددريمي حوزي په مربوطاتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ونيول .
  دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي خليل الله  اسير باختر اژانس ته وويل دغه  دوه تنه چې په واټ کې  دماين ښخولو او د وسله والي غلا تور پري لګول شوي دي ديو لړ خاصو عملياتو په ترڅ کې ونيول شول .
  ديوبل خبر له مخې دتخار ولايت پوليسو په يوبل اقدام کې دتالقانو دجرقيلاق  دکلي اوسيدونکې مير عطا  دتالقانو ښار د دريمي حوزي ديو سرتيري دوژنې تور  پري لګول  شوي دي ونيوه اوله ده څخه يوه تومانچه ، اوه لاسي بمونه ، پنځه شارژرورونه او  يوه اندازه پوځي جامې ترلاسه شوي دي .