18 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د بې سندو او تورو ښېښو لرونکو موټرو استفاده منع شوه

کابل \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : په غزني ښارکې له بې سنده...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آلمان له سفير سره د پژندګلوۍ کتنه وکړه

نړيوالې خبري منابع \باختر\ دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه : د بهرنيو چارو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه مشهور قوماندانان په جوزجان ولايت کې نن  د افغان پوځيانو دعملياتو په بهيرکې ونيول شول .
په مولوى تاج الدين ، خداى بردي پهلوان او غلام د آقچې او مرديانو په ولسواليو کې د دوى په پټنځايونوکې بريدونه وشول او ونيول شول .
  دغه پوځي عمليات د تروريستي ډلو له شتون څخه د آقچې، مرديانو او د فيض آباد د ولسواليو د ځينوبرخو د پاکولو په مقصد د ملي پوليسو او دملي اردو دځواکونو له خوا نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخواکې پيل شول او د مازيګر تر څلورو بجو پورې يې دوام درلود .
دجوزجان ولايت د مرديانو ولسوال مطيع الله احسان باخترآژانس ته وويل:  د وسله والو طالبانو د ډلې قوماندانان مولوي تاج الدين ، خداي بردي پهلوان او غلام  د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دافغان پوځيانو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شول .
  په دغو عملياتوکې  په دغو قوماندانانو پورې اړوند درې تنه نور هم وژل شوي دي.
دجوزجان ولايت د مرديانو د ولسوال د څرګندونو له مخې ، افغان پوځيان ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو د ډلې دلسو پټنځايونو په دړې وړې کولو بريالي شوي دي او هم يې د هغوى د جنګي وسايلو دوه ډيپوګانې ترلاسه کړې دي .
ويل کيږي په دغو عملياتوکې افغان پوځيانو اوملکي وګړو ته  د سر زيان نه دى اوښتى .
د جوزجان سيمه ئيز مقامات نيول شوي قوماندانان د مرديانو، فيض آباد او  د آفچې  په ولسواليوکې د بدامنيو اصلي عامل بولي او وايي چې د دوى نيول کيدل به  په دغو سيموکې  د امنيت په ښه والى باندې مثبته اغيزه ولري.
په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو او بمونو ښخول، د ملکي وګړو ځورونه، د قومي مشرانو ترور، ښوونځيو ته اور اچول او د جوزجان په ځينوبرخوکې دامنيت ګډوډول  ددغو قوماندانانو کار و .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
په سلګونو تنو د ميدان وردګو په ولايت کې د هغه څه پرخلاف غبرګون کې چې د امريکايي سرتيرو له خوا د نهو تنو ملکي وګړو وژل کيدل بلل کيږي،په مظاهرو لاس پورې کړ .
  مظاهره کوونکوچې (مړه دې وي امريکا) شعارونه يې ورکول ادعاکوله چې امريکايي پوځيانو نهه تنه افغان ځوانان له نيولو وروسته وژلي دي .
اته مياشتې مخکې نهه تنه افغان ځوانان دميدانوردګو ولايت په ځينوبرخوکې  دځانګړو امريکايي پوځيانو د عملياتو په بهيرکې ونيول شول او نامعلوم ځاى ته وليږدول شول .
  له دې جملې څخه  دشپږو تنو مړي د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې  ترلاسه شول .
د دغومظاهرو يو تن برخه وال قاضي سعيدوايي چې دوى ددغو ځوانانو د دريو تنو مړي نن له غرمې مخکې په نرخ ولسوالۍ کې  د امريکايي پوځيانو  په يوه قرارګاه کې کشف کړى دى .
د سيمې ددغه اوسيدونکي د څرګندونوله مخې: دغو ځوانانو له تروريستي ډلو سره  اړيکې  نه لرلې .
  سيمه ييزو مقاماتوهم تاييدکړه چې دامريکايي پوځيانو له خوا  وژل شوي ځوانان  دوکانداران ، محصلان او زده کوونکو وو .
  دمظاهرو برخه والو د امريکايي ضد شعارونو په ورکولو سره  له دولت او نړيوالې ټولنې څخه  وغوښتل  چې عاملين يې  ونيسي او مجازات يې کړي .
په همدې حال کې ويل کيږي چې دغه مظاهرې د افغان پوځيانو او د اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې سبب شوې چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ميدان وردکو ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى تورن عبدالولي نورزي  باخترآژانس ته وويل چې جګړه  له هغه وروسته ونښته چې مظاهره کوونکو په ډبرو سره د اردو د ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
  له ميدان ښارڅخه دباخترآژانس دخپريال دخبر له مخې: مظاهرې په ښکاره  د اعتراض کوونکو د غوښتنو د څيړنې په باب  د سيمه ئيزومقاماتو له ژمنې وروسته نن مازيګر پاى ته ورسيدې .
  د ميدان وردګو د ولايتي شورا مرستيال  له اعتراض کوونکو سره ژمنه  وکړه چې ډير ژر به د افغانستان د دولت په همکارۍ د دغوملکي وګړو د وژنې د عاملينو د پيژندنې او نيولو په لاره کې اقدام وکړي .
په تيرو دوو کلونوکې دا څلورم ځل دى چې د ميدانوردکو ولايت خلک د هغه څه پرخلاف غبرګون کې  چې د امريکايي پوځيانو له خوا دملکي وګړو وژنه  او ځورونه بولي ، په مظاهرو لاس پورې کوي .

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
پاکستاني پوځيانو  تيره شپه په کونړولايت کې ٢٣توغندي وتوغول.
دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبد الحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل  چې تيره شپه د دانګام ولسوالۍ په مربوطاتوکې اوولس توغندي لګيدلي دي چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
سيدخيل وايي: شپږ نور توغندي دخاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتوکې لګيدلي دي چې د سر زيان يې نه دى اړولى.
ويل کيږي، په تيرو دوو اويا ساعتوکې دپاکستاني پوځيانو له خوا دوه  اتيا توغول شوي توغندي په  کونړ ولايت کې لګيدلي دي.

کابل -دجوزا ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى په پکتيا ولايت کې ځانمرګي بريد او په لغمان ولايت کې بمي بريد چې له امله يې د ښوونځيو د زده کوونکو او ښځو په ګډون، زموږ نږدې ٣٥ بې ګناه هيوادوال شهيدان او ټپيان شول، په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اوند دجمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د کورنيو چارو وزارت د لومړنيو معلوماتو له مخې نن له غرمې مخکې يوه موټرسايکل سپاره يوه ځانمرګى يرغلګر ځان دپکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ په بازارکې يوه ښوونځي ته څيرمه وچاوه چې له امله يې د يو سيمه ييز پوليس په ګډون، د ښوونځي لس تنه زده کوونکي شهيدان او څه نا څه شپاړس تنه نور ټپيان شول.
نن سهار په يوه بله تروريستي پيښه کې يو موټر چې د لغمان ولايت په مرکز پورې اړوند حکيم آباد سيمه کې د يوې کورنۍ غړي ليږدول؛ په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت چې له امله يې اووه تنه شهيدان او دوه تنه نورټپيان شول. زياتره شهيدان اوټپيان ښځې او ماشومان دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس په کلکه ددغو تروريستي بريدونو د غندلو په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يوځل بيا د پرديو د هدفونو لپاره زموږ مظلوم او بې ګناه خلک په تيره بيا ښځې او د ښوونځي زده کوونکي په وينو او خاورو ولړل او ليت پيت کړل .
حامدکرزي وويل چې د دې هيواد د ملکي وګړو او په تيره بيا د بې ګناه ماشومانو وژل نه بخښونکى جنايت دى چې عاملين به يې بيه ورکړي او په الهي محکمې سربيره زموږ د ځوريدلى خو د اتل ملت د محکمې په وړاندې به هم ځواب ورکوونکي وي.
حامد کرزي په داسې حال کې چې په دغوتروريستي بريدونوکې زموږ د هيوادوالو د شهادت او ټپي کيدو له امله سخت خواشينى شوى دى؛ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيدانو کورنيو ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته د جميل صبر اوټپيانو ته د سملاسي روغتياهيله کوي.