19 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
سيمه ئيزو  سرچينو تاييد کړه چې دپکتيا ولايت امنيه قوماندان هم دننني   ځانمرګي بريد په شهيدانو کې شامل دى .
جنرال توريالي عبدياني دپکتيا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د ځانمرګي بريد له امله شهيد شو .
يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو نن سهار دپکتيا ولايت په امنيې قوماندانۍ  بريد وکړ .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  يرغلګر په پوځي  جامو سمبال و او له يوه پوځي موټر څخه په استفادې سره دپکتيا ولايت امنيې قوماندانۍ ته ننوتل او له پوځيانو سره يې په نښتې لاس پورې کړ .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې لس تنه شهيدان او څه ناڅه پنځوس تنه نور ټپيان شول .
ده تاييد کړه چې  دپکتيا ولايت امنيه قوماندان جنرال توريالى عبدياني هم په شهيدانو کې شامل دى .
په همدې حال کې په پکتيا کې يوسيمه ئيز  خبرځاى وايي چې ديرغلګرو  په دې ډله ئيز بريد کې تراوسه پورې  ٢٦ تنه شهيدان او څه ناڅه يوسلو پنځوس تنه نور ټپيان شوي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دپکتيا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ  نښته هماغه شان دوام لري .
په ګرديز ښار کې دپکتيادمرکزي روغتون ډاکترانو د ډار اچوونکو ددغه بريد له امله دڅه ناڅه ديرشو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
دوى وويل چې دمحصلانو په ګډون په لسګونو تنه ملکيان هم ددغه ډار اچوونکي بريد په شهيدانو او ټپيانو کې شامل دي .
  دغه بريد ټيک هغه وخت وشو چې په لسګونو تنه ځوانان دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ په تعليمي مرکز کې په پوځي  زده کړو بوخت وو .
له بلې خوا هم ويل کيږي چې ديرغلګرو ددغه بريد په وخت کې دپکتيا ولايت دامنيه قوماندان او دځينو نورو امنيتي مقاماتو په ګډون په امنيه قوماندانۍ کې غونډې دوام درلود .
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .
  ختم_   عطاالله _ اکرم

 

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې پرون دماين دچاودنې  په دوو پيښو کې يو ماشوم شهيد اوپنځه تنه  نور ماشومان ټپيان شول .
دفارياب ولايت دعامې روغتيا رييس محمد نعيم مصمم  باختراژانس ته وويل چې دغه پيښې  دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ دپه کته قلعه او دالمار ولسوالۍ په ګوپي  سيمه کې رامنځته شوه .
ده وويل چې ددغو پيښو ټپيان تر درملنې لاندې دي .
دفارياب دوالي وياند  وسله وال مخالفان ددغو پيښو عامل بولي .
ختم_ ف _ اکرم

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان دپوليسو له خوا په فراه کې ووژل شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفراه ولايت د شيب کو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو دکمين له امله ووژل شول .
ده څرګنده کړه چې په دې پيښه کې دوه تنه نور طالبان ټپيان شوي او دپوليسو منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى .
  ديوبل خبرله مخې دوسله والو  طالبانو دډلې يوسميه ئيز سرګروپ  ملا نعيم  تيره شپه دفراه ولايت دپشت رود ولسوالۍ  په برنګګ کلي  کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دداعش او دطالبانو دډلې يوولس تنه غړي تيره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول .
دغو ډار اچوونکو له يوبل سره  په نښته کې دجوزجان ولايت په قوش تيپې  ولسوالۍ کې ووژل شول .
  دجوزجان دوالي وياند محمد رضا غفوري  باختراژانس ته وويل چې دغه جګړې  ددغې ولسوالۍ  ددشت ليلي  دچارساى   او خطاساى  په کليو کې ونښتې چې له امله يې شپږ تنه طالبان اوپنځه تنه داعشيان ووژل شول او له دواړو لورو څخه پنځلس تنه نور ټپيان شول .
غفوري  زياته کړه چې  جګړه  د دواړو لورو ترمنځ پاى ته رسيدلې ده . خو دواړه لوري دنوي ځواکونو دپيداکولو لپاره چمتو کيږي .
  دسيمې اوسيدونکي وايي چې داعشيانو خلک  له دغو کليو څخه   شړلې دي او ددوى کورونو ته  اور اچولى دى .
  دغو اوسيدونکو له حکومت څخه ددوى دکليو دامنيت دتامينولو غوښتونکي شول .
دوى دهوا له سرښت  څخه انديښمن  دي او وايي چې دبې کوري او دهوا سړښت دهغوى دماشومان او  بوډاګانو  ژوند ګواښوي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Page 5 of 3764