20 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

په غزني کې د لسګونو تنو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه په غزني ولايت کې...

 د جمهور رئیس غني  په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
په فراه ولايت کې  دماين دچاودنې له امله  دوه تنه ماشومان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
دغه چاودنه پرون ماښام دفراه ښار په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې يو خوشه يي ماين وچاوديد.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل: دغه ماين  په يوې ويالې کې ځاى  پرځاى شوى و اوکله چې ماشومان تيريدل له لري واټن  څخه دطالبانو له خوا وچول شو.
ده تائيد کړه چې په دې چاودنه کې دوه ماشومان ووژل شول اوڅلور تنه نوريې ټپيان شول .
خوعيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه  کې درې تنه ماشومان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
دفراه سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان ددغې ماين ايښودنې مسوول وبلل .
په همدې حال کې دفراه دملکي روغتون ډاکترانو  ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللي دي .
طالبان له  زياتې مودې را په دې خوا په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو په ايښودلو لاس پورې کوي  چې زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
څوشيبې مخکې  دغور دوالي دسپرلۍ په کاروان دچاودنې بريدوشو.
تراوسه روښانه نه ده چې په دې پيښه کې دغور والي ته زيان رسيدلى دى اوکه نه .
باختراژانس ته په رسيدلي خبرونو کې ويل شوي دي  چې دغور والي دښوونکي دورځې  دنمانځې له  مراسمو څخه دخپل کار په لور روان و چې ورباندې دچاودنې بريد وشو.
دغه پيښه دچغچران ښار دسلطان علاوالدين غوري د ليسي دروازې ته څيرمه رامنځته شوه، چيرته چې  سيمه ييز مقامات  دښوونکي دورځې دنمانځنې په مراسمو کې دګډون لپاره راټول شوي وو.
تراوسه پورې ددغې چاودنې له امله دسردزيان  کچه  معلومه نه ده خو عيني شاهدان وايي چې ددغې پيښې له امله دسرزيان رامنځته شوى دى.
دغه راز تراوسه نه دى مشخصه شوې چې دغه پيښه ځانمرګي بريد و يا چاودنه.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
په غورولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله  دملي اردو  دوه تنه منسوبين شهيدان شول.
ددفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ، دغه ماين چې دوسله والو طالبانوله خوا دغور ولايت  دپسابندولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يوسړک  کې ځاى پرځاى شوي و دملي اردو دمنسوبينو دګزمې دتيريدوپه وخت کې  وچاوديد  چې له امله يې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شول .
دغه رازدهلمند ولايت  دناوي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين   دچاودنې له امله  دملي اردو يوتن منسوب ټپي شوى دى .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١٣ :
شپږتنه وسله وال مخالفين پرون دهېواد په ځينو ولايتونو کې دملي اردو دمنسوبينو دتصفيوى عملياتو په بهيرکې ووژل  شول .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ، دغه عمليات دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ،دغور ولايت دپسابنددولسوالۍ اودقندهار د خاکريز ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې شپږتنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول.