23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

پل علم –باختر دتلې ١٦
دطالبانو دوه تنه قوماندانان تيره شپه په لوګر ولايت کې دناټو دهوايي بريد له امله ووژل شول.
دڅلورمې لوا قوماندان جنرال عبدالرزاق باختر آژانس ته وويل: دطالبانو دوه تنه قوماندانان ملا سليمان او ملارحمان چې د ورانکارو عملونو په تر سره کولو بوخت وو؛ په محمد اغې ولسوالۍ کې دناټو په هوايى بريدکې ووژل شول.
 

کابل –باختر دتلې ١٦
اوولس تنه ياغي طالبان دکندز ولايت دقلعه زال ولسوالۍ په مربوطاتوکې دګډو عملياتو په بهير کې ونيول شول.
باختر آژانس دناټو دخبر له پاڼې له خولې خبر راکړ: دغه ياغيان له خيل قوماندان سره ټيک مخکې له هغه چې په افغان او ناټو ځواکونو بريد وکړي؛ ونيول شول.
ويل کيږي ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو په لسګونو جنګي وسايل هم دګډو ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
په خبر پاڼه کې ددغو عملياتو په بهيرکې د افغان او ناټو دځواکونو او ملکي وګړو دسر د احتمالي زيان په باب څه نه دې ويل شوى .
 

کابل –باختر دتلې ١٦
د وسله والو طالبانو يو قوماندان نن سهار دګرديز ښار په مربوطاتوکې دګډو ځواکونو په عمياتوکې په پتنځاى کې ونيول شو.
باختر آژانس دناټو دخبر پاڼې له خولې خبر راکړ: دياغيانو دغه قوماندان دپکتيا او لوګر د ولايتونو په مربوطاتوکې د زياتو ترورستي بريدونو رهبري په غاړه درلوده.
ويل کيږي دغه قوماندان په پکتيا او لوګر ولايتونوکې د وسله والو طالبانو او دحقاني شبکې ترمنځ د ارتباطي په توګه هم و.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغو عملياتو په بهيرکې نښته هم شوې ده چې په بهيرکې يې څوتنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې دى.
 

کابل –باختر دتلې ١٥
دطالبانو ديو سيمه ييز قوماندان په کورکې ديو ماين دچاودنې له امله دده دکورنۍ يو تن غړى ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت دمطبوعاتو مسوول قيس کامران باختر آژانس ته وويل: دغه ماين نن په تګاب ولسوالۍ کې دطالبانو دسيمه ييز قوماندان مولوي نصرالله په کورکې وچاوديد چې يو يوولس کلن ماشوم ووژل شو او دده کورنۍ دوه ښځې او يوماشوم ټپيان شول.