18 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باخترد جوزا دمياشتې١٤ نيټه :

دمخالفينو ديوقوماندان په ګډون اته تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په بدخشان ولايت کې ووژل شول .

دبدخشان ولايت ويندوى عبدالمعروف راسخ ددغه خبرپه تائيدولوسره باختراژانس ته وويل دطالبانو دډلې قوماندان ملاسيف الدين له خپلو اوو تنو افرادو سره دارګوولسوالۍ دبرلاس په ساحه کې دناټو اوافغان ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.

ددغو عملياتو په بهيرکې چې درې ساعته يې دوام وکړ څلور آر پي جي _ ٧ توغندي ، پنځه کلاشينکوفونه ، يوه اندازه ډول ډول مهمات او دپرسونل ضد ماينونه هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

غور\  باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه :

وسله والو مخالفينو دغورولايت دښاري محکمې  يو غړى وواژه .

وسله والو مخالفينو دوه شپې مخکې دغوردښاري محکمي غړى قاضي رحمن کريم له خپل پلار او ورور سره  يې دچغچران ښار دکاسي په کلي کې تښتولى و.

دغورولايت دسولې دعالي شورا رييس کمال الدين موجودي باختراژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو دقاضي رحمان کريم پلار او ورور ازاد کړى خو قاضي يې و ژلى دى.

ويل شوي دي وسله والو مخالفينو ددغه قاضي دازادولو په بدل کې دخپل يوه بندي همکار دازادولو غوښتنه کړې وه .

خوست\  باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه

څلور ماين ايښودونکي په خوست ولايت کې دماين قرباني شول.

د  ٥٠٥  سپين غر زون دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل: دغو کسانو تيره شپه کله يې چې غوښتل  دخوست دځاځي ميدان ولسوالۍ دفري غاښي په سيمه کې دوسايطو ضد ماين ځاى پرځاى کړي په همدې وخت کې ماين وچاوديد اوله امله يې څلور واړه ووژل شول.

ديادونې وړ ده دفري غاښي هغه سيمه  ده چې دخوست ولايت دځاځي ميدان ولسوالۍ اودپکتيا ولايت ډنډپټان ولسوالۍ  تر منځ پروت دى او زياتره اکمالاتي کتارونه له همدې لارى پکتيا ته تګ راتګ کوي.

کابل باخترد جوزا دمياشتې١٤ نيټه :

دلوګرپوليسو ديوځوان هلک دوژل کيدو په باب څيړنې کوي.

دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال رييس خان صادق باختراژانس ته وويل: دځوان هلک محمود مړى چې دناپيژندل شويو کسانو له خوا دچړو په ګوزارسره وژل شوى و ددغه ولايت په مرکزپورې اړوند دعليخان کلي دسيدمحمودغازي په دښته کې ترلاسه شو.

پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .