23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

په غزني کې د دوو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه طالبان وژل شوي دي

کابل/ باختر/د کب دمياشتې ٣ مه د غزني ولايت چارواکي وايي...

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ  پرانيستل شوه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ٣ مه د سالنګونو لويه لاره...

   په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

په واوره کې په لسګونو تنه بند پاتې شوې سپرلۍ وژغولې شوې

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ٣مه په غزني ولايت کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
په غزني ولايت کې تيره شپه  دافغان ځواکونو اودناتو دقوتونو په ګډو عملياتو کې  دطالبانو دډلې يو قوماندان له  دوو تنو ساتونکوسره يې ووژل شو.
ويل کېږي چې دغو ياغي طالبانو په تروريستي بريدونو اوپه دغه ولايت کې ياغي طالبانو ته دوسلو اومهماتو په اکمالولو کې لاس درلود.
دغزني ولايت دملي امنيت درييس دڅرګندونوله مخې  دطالبانو يو قوماندان ملا عبدالوهاب  چې دغزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې يې په څو تروريستي بريدونو کې لاس درلود تيره شپه له دوو تنو ساتونکوسره يې و وژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې ددغو ياغيانو وژل کېدل به دقره باغ ولسوالۍ دامنيت په تامينولو کې ګټور وي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې تيره شپه په واټ کې  دښخ  کړاى شوي ماين دچاودنې له امله دغزني ولايت دآب بند ولسوال عبدالمتين ټپي شوى دى.
دغزني دوالي  مرستيال علي احمد باخترا ژانس ته وويل چې دده دسپرلۍ موتر دآب بند ولسوالۍ په سرفراز کلي کې  په  واټ کې  په ښخ کړي شوي ماين وخوت  چې دچاودنې له امله يې دآب ولسوال ټپي شو او دوه تنه ساتوونکې يې ووژل شول.
دآب بند ولسوال ددرملنې لپاره دبګرام روغتون ته  ليږدول شوي دي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دپکتياولايت دعامه نظم دلوا څلور تنه پوليسان نن په واټ کې ښخ کړاي شوي ماين د چاودنې له امله  ووژل شول.
ويل کېږي چې دغه ماين دياغي طالبانو له  خوا دګرديزښار دابراهيم خيلو په سيمه کې دپوځې وسايطو دتګ راتګ په لاره کې ايښودل شوي و.
دپکتياولايت امنيې قوماندان زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت عامه نظم دلوا يو رنجرموټر چې له  زرملي ولسو الۍ څخه د ګرديزښار ته روان وو دګرديز ښار دابراهيم خيلو په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت  چې له امله يې دموټر چلوونکې په ګډون څلور تنه پوليسان شهيدان شول.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ١١ :
دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په څلورم اوپنځم پړاوکې دشاملو پروګرامونو دڅيړنې  کنفرانس نن  دملي دفاع په وزارت کې جوړشو.
دباختراژانس دخبريال دخًبرله مخې په دې کنفرانس کې چې دملي دفاع وزارت له خوا  اوداړوندو افغاني  مرکزونو داستازو اودايساف دمسوولينو په ګډون جوړشوي و  دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي  وويل له بهرنيو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دوه پړاونه په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل  اودروان کال دليندي دمياشتي ترلومړيو وختو پوري به ددريم پړاو ليږدونه پاى ته ورسيږي چې په دې ترتيب دافغانستان  په سلو کې دپنځه اويا خاوري  دامنيت مسووليت  افغان مرکزونو ته  ليږدول کېږي .
ده وويل  چې دامنيتي مسووليتونو  ليږدونه  يو ستر کار دي  اودحکومت په کاري لومړيتوب  کې ځاي لري او نور نه غواړو  چې دنړيوالې ټولنې داوږو بار واوسو.
ده زياته  کړه تر دوو کلونو پوري  دمسووليتونو دليږد ونې ټول پړاونه به دافغانانو په اوږو کېښودل شي  چې  دڅلورم اوپنځم پړاو دمسووليتونو سپارل به  امنيتي مرکزونو ته  حساس پړاونه وي  او موږ دهغو دمنلو لپاره پروګرام جوړي کړي دي اوترلاسه کولو ته يې چمتو يو .
دملي دفاع دوزير دڅرگندونوله مخې  دامنيتي مسووليتونو دپنځم اوشپږم پړاو تر بشپړيدو پوري به زموږ دامنيتي ځواکونوشمير درې سوه پنځوسو  زرو تنو ته ورسيږي .
ددفاع وزير وويل  ځيني ناخوالې اونيمګړتياوي چې دملي اردو دځواکونو دلاري پرسرشته هيله ده چې تر ٢٠١٤ کال پوري لري شي .
ده  د کنفرانس د جوړولو هدف په سيمو کې دگواښونو اوچلنجونو څيړنه وبلله چې  دڅلورم اوپنځم پړاو په بهيرکې  امنيتي مسووليت يې افغانانو ته سپارل کېږي.
دملي دفاع وزير څرگنده کړه  چې موږ دهوايي اوهوايي مدافع  دپوځ، کشف اواستخباراتو اوانجينري په برخو  اودماينونو په شنډولو کې ډيري زياتي ستونزو لرو چې هيله  کېږي نړيواله ټولنه په  حل کولو کې يې اقدام وکړي.
دستراتيژي اوپاليسي په چارو کې دملي دفاع وزارت مرستيال جنرال همايون فوزي  په دې کنفرانس کې وويل  دا دامنيتي مسووليت دليږدونې دپلان جوړولو لومړۍ کنفرانس کې  چې دملي دفاع وزارت له خوا جوړيږي
ده وويل  چې دمسووليتونو دليږدونې  پروګرام په پنځو پړاونو کې طرحه شوي و چې دوه پړاونه يې په برياليتوب سره ترسره شول  اودريم پړاو يې داجرا په حال کې دي چې په راتلوونکو دريو مياشتو کې پاى ته رسيږي .
دکورنيو چارو وزارت  دستراتيژي اوپاليسي مرستيال مل پاسوال شاه ولي صافي په دې کنفرانس کې وويل   چې دامنيتي مسووليتونوسپارل ديو دقيق پروګرام په  چوکاټ کې عملي کېږي چې يو نه په شاتلوونکې حرکت دي .
دده دڅرگندونوله مخې ددغه پروګرام دڅلورم اوپنځم پړاو په بهيرکې به غيرفعالې ولسوالۍ فعالي  او په دولتي واکمني کې شاملي شي .
په   دغو دوو پړاونو کې ټول غيرمسوول وسله وال کسان بې وسلې کېږي چې يوستر امنيتي خنډبه لري شي .
دغه ر از په دغو  دوو پړاونو کې به  داداري فسادپرخلاف  په مبارزي  چې کېداى شي دناامني يو بل عامل وي  ، تمرکز وشي .
صافي زياته کړه بايد دهيواد دختيځو  جنوبي او جنوب لويديځو پولو ګواښونو  ته  زياته پاملرنه شي .
ده زياته کړه چې دافغانستان جګړه يوه استخباراتي جګړه ده .
دمسووليتونو دليږدونې په څلورم اوپنځم پړاو کې داستخباراتي کار دپياوړتيا په مقصد هم  ګامونه اخيستل کېږي .
 

کابل - باختر آژانس دتلې ١١
دياغي طالبانو پنځه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکې پرون په پکتيکا ولايت کې دعملياتو په بهير کې کشف شول.
ويل کيږي: ياغي طالبانو دغه توکې دماينونو په جوړولو،ځان مرګو بريدونو او نور ترورستي بريدونوکې کارول .
دغه چاوديدونکي توکې دشرنې ښاردکړوخيلو په سيمه کې دياغي طالبانو دماين جوړولو په يوه دستګاه کې کشف شوې دى.
د٢٠٣ تندر قول اردو د دويمې لوا قوماندان بريد جنرال زمرى باختر آژانس ته وويل چې دچاوديدونکو توکو دغه ستره زيرمه دجوړولو وسايلو سره دکشفي اطلاعاتو او دخلکو په همکارى کشف شوى ده.
د رارسيدلو خبرونو له مخې: ياغيانو دغه چاوديدونکي توکې له پاکستان څخه دپکيتکا ولايت ته وليږدولي وو.
دسيمه ييزو مقاماتو دڅرګندونو له مخې، دچاوديدونکو توکو ددغې زيرمې دکشفولو په بهيرکې ياغيان په سيمه کې نه وو.