15 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دجنايت کارانو څلور کسيزه ډله په کابل کې ونيوله شوه .

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : څلور تنه چې...

دپوليسو يو افسر شهيد شو

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : دپوليسو يو افسر نن په...

هند دافغانستان دکرکټ اته لوبغاړي پيري

کابل باخترد ليندى څليرويشتمه : ټاکل شوې ده دافغانستان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

جلال اباد\باختر\دچنګاښ ١٧ مــــــــه

ديوې اوولس کلنې سرپريکړى شوي نجلۍ مړى دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې ترلاسه شو .

دخوږياڼيو ولسوال عبدالرحمن باختر اژانس ته وويل: ددغې نجلۍ سر دوه شپې مخکي  د ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو له خوا پريکړى شوى و.

ده زيا ته کړه: دسيمې خلکو ددغې نجلۍ مړى پرون ددغې سيمې په کرنيزو ځمکو کې ترلاسه کړاوپوليس ته يې خبر ورکړ.

دده دڅرګندونو له مخې، دغه نجلۍ تر او سه پورې نه ده پيژندل شوې اود وژلو علت يې هم تر او سه پورې نه دى څر ګند شوى .

پوليسو ددغې نجلۍ مړى دخوږياڼيو کلينيک ته ليږدولى اودپيښې په باب څيړنې پيل شوي دي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٧ :

شپږ زره پنځه سوه بوتله الکولي مشروبات  پرون دپولسيو له خوا په فراه  ولايت کې ضبط شول.

دفراه دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل: دغه الکولي مشروبات په پنځه شپيتو، دوه سوه ليتره بيرلونو کې په دوو لاريو کې له هلمند څخه فراه ته ليږدول شوي و  اودفراه ولايت په مرکز پورې اړوند کنسک ساحه کې دپوليسو دپلټنې په وخت کې کشف اوضبط شول.

خبرځاى زياته کړه چې دپيښې په اړوند درې تنه نيول شوي  اوهغوى  په خپلو تحقيقاتو کې اعتراف کړي دي چې غوښتل يې دغه مشروبات له تشولو وروسته دفراه اودنورو ولايتونو بازارونو ته وړاندي کړي .

 دخبرځاى دمعلوماتوله مخې، يو نيول شوى سړى دفراه ښار دڅلورمې ناحيې اوسيدونکي دى او دوه  تنه نوريې دقندهارولايت اوسيدونکي دي.

دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسمونوال محمدغوث مليارهم ددغه خبرپه تائيدولوسره وويل چې مشروبات په دوبي کې جوړشوي دي اوله دغه ځاى  څخه هلمندته ليږدول شوي و.

ديادونې وړده چې درې اوونۍ مخکي پوليسوپه فراه ښارپورې اړوند په يوه کور کې څه دپاسه شپږ سوه بوتله الکولي مشروبات کشف اوضبط کړي و .

کابل باختر  د چنګاښ  شپاړسمه

 وسله والو طالبانو په بغلان ولايت کې دتيلو په هغه  ټانکر بريد وکړ چې ويل کيږي په خصوصي سکتور پورې اړه لري .

 دابريد  نن سهار دتاله اوبرفک  ولسوالۍ دانار درى  دکلينيک په  سيمه کې هغه وخت  وشو چې ټانکر دباميانو ولايت په لور روان و .

 دبغلان ولايت  دتاله اوبرفک ولسوال  سنګين محمد باختر اژانس ته وويل ددغو يرغلګرو  په ډزوکې ددغه ټانکر ټول تيل  ضايع شوي  خو چلوونکى ته زيان نه دي رسيدلي .

  ده زياته کړه  دتيلو دغه تانکر  په خصوصي سکتور پورې اړه درلوده نه په ناتو ځواکونو پورې .

 دهيواد له شمال څخه دناتو داکمالاتي کاروان دتګ راتګ له زياتوالي وروسته دشمال _ کابل لاره  له نااراميو سره مخامخ شوى ده .

کابل باختر  د چنګاښ  شپاړسمه

  دکورنيو چارووزارت  خبرځايونه وايي تيره شپه  د ماين  په چاودنه کې چې دنيمروز ولايت  په دلارام ولسوالۍ کې  وشوه  درې تنه پوليس  شهيدان کړل .

ويل شوي  دي  دغه ماين چې  دوسله والو مخالفينو له خوا ايښودل شوى و ، دپوليسو د ګزمې د موټر دتيريدو په وخت کې وچاوديد .  په دې پيښه کې  دوه تنه نور ټپيان شوي  چې ددلارام روغتون ته ليږدول شوي دي .

  دنيمروز ولايت  سيمه ئيز مقاماتو  د طالبانو دغه ادعا  رد کړي ده  چې ګڼې په دې پيښه کې  ددلارام امنيه قوماندان هم وژل شوي دي .

 هغوي ټينګار کوي  ددې پيښې قربانيان عادي پوليس دي .

 دنيمروز  پوليس  هلې ځلې کوي  چې ددې پيښه عاملين پيدا کړي .