19 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ...

  په جوزجان کې  ګازي برېښنا توليدېږي

په جوزجان کې ګازي برېښنا توليدېږي

- کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه جوزجان به تر...

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل – باختر دسلواغى درې ويشتمه :
په چاويدونکو توکو باريو موټرپه خوست ولايت کې  ونيول شو
دخوست ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوى باختر آژانس ته وويل: دغه موټر چې مازدا ډوله دى پرون دخوست ولايت دغلام خان بندرته څيرمه ددغه ولايت دپوليسو دځواکونو له خوا ضبط شو.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې له دغه موټر څخه دوه سوه کېلوګرامه چاوديدونکې توکې ،څلويښت برقي فيوزونه، درې مخابرې ،شل لاسي بمونه،دعکاسي درې کمرې او پنځه ميله درندې او سپکې ترلاسه شوي دي .
باقي زوى وويل : ترورستانو غوښتل دغلام خان بندر دځينو تاسيساتو دکار دپيل په مراسموکې چې يو شمير دولتي مسوولينو پکې ګډون کاوه ترورستي بريد وکړي خو دامنيتي ځواکونو دويښتيا له امله خپل دغه ناوړه هدف ته ونه رسيدل.
 

پروان– باختر دسلواغى درې ويشتمه :
دلغمان ولايت دوه سوه تنو سيمه ييزو پوليسو دپروان ولايت دپوليسو په تعليمي مرکز کې له مسلکى زده کړى وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو مسوول سمونيار عبدالمنان کوهستاني باختر آژانس ته وويل : په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي وو دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ ،د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد ، دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې دلوى قوماندانۍ مرستيال او نورو مسوولينو خبري وکړې او له فارغانو څخه يې وغوښتل هغه څه يې چې په دغه مرکز يې زده کړي دي دقانون له مخې دامنيت دتامينولو لپاره په ټولنه کې عملي کړى .
ويل کېږي دپروان ولايت دپوليسو په تعليمي مرکز کې د ديارلسو ولايتونو پوليس زده کړه کوي.
 

کابل – باختر دسلواغى درې ويشتمه :
په غوره په ولايت کې دوسله والو طالبانو مالي مسوول تيره شپه دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شو.
دغور ولايت يو امنيتي مقام چې وې نه غوښتل نوم يې واخستل شي باختر آژانس ته وويل : دوسله والو طالبانو مالي مسوول دامنيتي ځواکونو دشپنيو عملياتو په بهير کې چې دغور ولايت دمرکز دچغچران ښار په مرغاب سيمه کې وشول ونيول شو ده وويل : له نيول شوي سړى څخه داسې سندونه اومدارک ترلاسه شوي دى چې د ديورند له کرښې آخوا له ډاراچوونکې سره ددې اړيکې ثابتوي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٣ :
دوسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان چې ناټوهغوى  دلوګر ولايت دوروستيو ناامنيو اصلي عاملين بولي دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په ملا افشين او ملااسماعيل ديکشنبې په شپه دبره کې برک په ولسوالۍ کې  دخصوصي په پټنځاى کې دافغان اوناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول. ناټو ملاافشين  په تيرو دوو مياشتو کې دافغان اوناټو په  ځواکونو دبريد په ګډون  چې ديو امريکايي پوځي او څوتنو افغان ځواکونو دوژل کېدو سبب شو دلسګونو وژونکو تروريستي پيښو سازمان ورکوونکې بولي .
باختراژانس  دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې ملاافشين  په  لوګرولايت کې په زياترو ناامنيو له دې جملې څخه دبمونو دښخولو ، وسله والو بريدونو  دسيمه ييزو مقاماتو اوقومي مشرانو په ترور کې رول درلود.
دناټو په خبرپاڼه کې ملااسماعيل په بره کې برک  ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پوځي مرستيال بلل شوى دى چې دغه قوماندان هم په دغې ولسوالۍ اوټول لوګر کې دلسګونو تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو کې اوپه دغه ولايت  دامنيت په ګډوډولو کې رول درلود.
ملااسماعيل دتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو برسيره دلوګر ولايت په ځينو برخو کې طالبانو دجنګي وسايلو اوپيسو په برابرولو کې هم رول درلود.
ويل کېږي  ددغو عملياتو په بهيرکې ددغو قوماندانانو دولس تنه افراد هم وژل شوي دي  او نيول شوي دي.
په همدي حال کې دلوګر دوالي ويندوي دين محمد درويش دملا افشين اوملااسماعيل وژل کېدل تائيدوي او وايي  چې  ددغو قوماندانانو وژل کېدل به په امنيت مثبته اغيزه وکړي.