11 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا نصرت په ګډون شپږ تنه مخالفین وژل شوي دي.
له ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د وژل شویو طالبانو د دوو تنو مړي د جنګ په ډګر کې پاتې شوي چې د افغان ځواکونو له خوا د سیمې د مخورو په مټ یې مړي خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

جلال اباد باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو زر پنځه سوه کیلو ګرامه نشه يي توکي( چرس) ترلاسه شول.
ځايي چارواکي وايي چې دغه نشه يي توکي وړمه شپه د افغان ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي او له منځه وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې  د ترلاسه شویو نشه يي توکو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې هڅې پیل شوې دي.
پای/وصال

کابل \ باختردليندۍ دمياشتې١٩نيټه : 
اووه تنه ډار اچوونکي د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې د قندهار ولايت د امنيتي منسوبانوپه واسطه نيول شوي دي.
د باختر آژانس سيمه ييز خبريال دقندهار ولايت دملي امنيت دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو اوو تنو د قندهار ولايت په مرکز او د دغه ولايت په اړوندو ولسواليو کې د پوځيانو په پوستو بريدونه کول چې ددغه ولايت دملي امنيت دمنسوبانو په واسطه ونيول شول.
پاى \ ذکرالله  \  

ترینکوټ باختر د لیندۍ ۱۹ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، چورې او چنارتو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او پر طالبانو د خپلو ماینونو د چاودنو په ترڅ کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او ۲ تنه نوريې ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند احمد صادق عیسی باختر اژانس ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوندو سیمو کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یوه فابریکه او یو بل پټنځی په نښه کړي چي په کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه نور ټپیان شوي او  ۳ نقلیه وسایط یې هم له منځه تللي دي.
په ورته وخت کې د چنارتو ولسوالۍ په موسی خان او د چورې ولسوالۍ په کیتو سیمو کې پر وسله والو طالبانو د ماین ښخولو په وخت کې خپلو ماینونو چاودنې کړي او ۴ تنه ماین ښخوونکي په کې وژل شوي دي.
پای/وصال

Page 6 of 4708