19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

هرات\  باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

دهرات ښار يو پانګه وال د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي دپوليسو اودانصار زون دپوليسو دکارکوونکو په ګډو عملياتو کې دتښتوونکو له بند څخه آزاد کړى شو.

 په هرات کې امنيتي مقامات وايي :  دبارز افق  دتجارتي شرکت رييس شيرآقا  چې درې ورځې مخکې دڅلورو تنو ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دګذرې له ولسوالۍ څخه تښتول شوى و نن دانسان تښتوونکو له بند څخه ازاد کړى شو.

ويل کيږي چې دهرات دپوليسو سرتيري دزنده جان ولسوالۍ په  مربوطاتو کې په ګډو عملياتوسره په دې بريالي شول  چې دغه هيوادوال دتښتوونکو له بند څخه آزاد کړي .

داسي خبرونه ترلاسه شوي دي چې انسان تښتوونکو دغه سړى دهرات ولايت  دزنده جان ولسوالۍ  په مربوطاتو کې په يوه غرني سيمه کې ساته .

په همدي حال کې هغه سړى چې تښتول شوى و ادعا کوي  چې تښتوونکو په تيرو دريو ورځو کې دى په وار وار وهلي اوټکولي دي .

ده  له افغان امنيتي ځواکونو څخه چي ويي کولۍ شول دى دانسان تښتوونکو له بند څخه ازاد کړى قدر دانۍ وکړه .

کابل باخترد جوزا دمياشتي٨ نيټه :

په هرات ښارکې دتروريستي ډلو  دڅو تنو بشپړونکو په نيول کيدوسره  دڅو ځانمرګو اوتروريستي بريدونو مخه ونيول شوه.

ويل کيږي  چې  په دغو کسانودملي امنيت درياست دکشفي څانګو دپرله پسي اوپلټوونکو عملياتو په ترڅ کې  نيول شوي دي  تور لګول شوي دي چې دتروريستي ډلو په بشپړولو اودسندونو په جعل کولو کې ونډه لرله .

دهرات دوالي ويندوى محي الدين نوري نن دملي امنيت په رياست کې دخبريالانو په وړاندې په يو خبرې کنفرانس کې وويل دوه تنه  له دغو کسانو څخه هغه افراد دي چې په هرات ولايت کې يي تروريستي ډلې بشپړولي .

ده زياته کړه  چې له دغو کسانو څخه يوه اندازه وسلې  او چاوديدونکي مهمات کشف اوضبط شوي دي .

ښاغلي نوري وايي  دغو کسانو غوښتل  دغه وسلې اومهمات دډار اچوونکو ډلو په واک کې ورکړي .

دده دڅرگندونوله مخې ددغو کسانو په نيول کيدوسره  په هرات ښارکې دڅو تروريستي بريدونو مخه نيول شوي ده .

ديوبل خبرله مخې دهرات دملي امنيت درياست کارکوونکو دوه تنه دسندونو دجعل په تور ونيول  .

دغه کسان چې دهرات ښار اوسيدونکي دي  تيرماښام  له يوشمير پاڼو اوجعلي مهرونوسره په هرات ښارکې ونيول شول چې له دوي څخه پوښتنې اوتحقيقات دوام لري .

ويل کيږي چې دغو کسانو دسندونو له جعل څخه په استفادي سره  زياته اندازه پيسي تبادله کولي .

تراوسه پورې  څوځلي  هغه ډلې اوکسان چې په هرات ولايت کې دسندونو دجعل په کار کې لاس درلود دامنيتي ارګانونوله خوا پيژندل شوي اونيول شوي دي

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

  شل تنه وسله وال طالبان  په پکتيا ولايت کې له افغان او ناتو ځواکونو سره په نښته کې  ووژل شول .

 دغه جګړه  تيره شپه دځدرانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دافغان او ناتو دځواکونو په ګډو عملياتوکې ونښته .

 دپکتيا دوالي ويندوى سمون  له  باختر  اژانس  سره په اړيکه کې دغه پوځي  عمليات تاييد کړل و ويي ويل دوسله والوطالبانو ديو سرګروپ په ګډون دهغوي شل تنه پکي وژل شوي دي

 درارسيدلو خبرونو له مخې په وژل شويو کسانوکې څوتنه پاکستاني جګړه ماران هم ليدل شوي دي .

 دپکتيا دوالي ويندوى وايي په دغو عملياتوکې دافغان او ناتو ځواکونو اوملکي وګړو ته کوم زيان  نه  دي اوښتي  .

 دځدرانو  ولسوالۍ چې دخوست له ولايت سره ګډه پوله لري په دي وروستيو وختو کې  له نااراميو سره مخامخ ده .

کابل باختر دغبرګولي  اوومه

   څلور تنه  وسله وال طالبان  په ارزګان ولايت کې دافغان ځواکونو  په عملياتوکې ونيول شول .

  دغه طالبان نن له غرمې وروسته په دريو بجو دچوري ولسوالۍ په مربوطاتوکې  له يو شميرجنګي وسايلو سره ونيول شول .

 دارزګان ولايت دپوليسو دقوماندانۍ کشفي مرستيال ګلاب خان   باختر اژانس ته وويل  دغه کسان  په داسي حال کې چې د افغان اوناتو په ځواکونو دتروريستي  بريد په طرحي بوخت و ، ونيول شو  ګلاب خان وايي ددغو کسانو دنيولوپه وخت کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دي اوښتي .