11 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

د جوزجان مدني فعالانو د سولې ملاتړ وکړ

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د جوزجان د مدني ټولنې يو شمېرفعالانو نن په...

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

يو ښوونځى په تخارکې جوړېږي

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر د تخار په ينګي قلعه ولسوالۍ کې د شهيد...

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر وسله والو طالبانو په غورکې دوه ملکي وګړي د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

٣٦-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

 په پکتيا ولايت کې بهرنيو عسکرو تيره شپه ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې درييس دکورنۍ يو غړي وواژه او دده دکورنۍ څلور تنه غړي يې ټپيان کړل او  دى يې له دوو  تنو  زامنو  سره له ځان سره بوته .

 دباختر داطلاعاتي اژانس خبريال دګرديز له ښار څخه دعيني شاهدانو له خولې خبر راکړ چې بهرني عسکر  دتيري شپې په نيمايي  کې دپکتيا ولايت دګرديز ښار  د بالا ده په کلي کې ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې درييس حفيظ الله  کورته ننوتل  دده دکورنۍ يو غړي يې وواژه او څلور تنه نور يې ټپيان  کړل او دى يې له دوو تنو زامنو سره يې له ځان سره بوته .

 دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى روح الله سمون دبهرنيو ځواکونو دغه عمل  سخت وغانده او ويلي يې دي چې دحفيظ الله او دده ددوو زامنو دخوشي کولو په خاطر هلې  ځلې پيل شوي دي او دوى به ډير ژر خوشي شي .

٣٤-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

  دبغلان ولايت پوليسو  نن دوه تنه دنشه يي توکو دقاچاق دليږدونې په وخت کې ونيول .

 دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويدبشارت  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه کسان دمرکزي بغلان له ولسوالۍ څخه دپنځو کيلوګرامو چرسو دليږدونې په وخت کې ددغې ولسوالۍ دپوليسو له خوا ونيول شول .

  ديوبل خبر له مخې، يو سراچه ډوله کرولا موټر په مرکزي بغلان کې غلا شوي او دصنعتي بغلان په لور بيول کيده چې دعامه نظم له پوليسو سره دنښتې په وخت کې ووژل شو او غلا شوي موټر او دغله وسله  دپوليسو لاس ته ورغلل .

٣٣-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

 دکندهار ولايت په ارغنداب  ولسوالۍ کې دملي اردو دځواکونو په تصفيوي عملياتوکې نن درې سوه شپيته کيلوګرامه چرس  ترلاسه شول .

 د ٢٠٥ اتل قول اردو ددريمې لوا  قوماندان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، داستخباراتي معلوماتو له مخې دملي اردو ځواکونو په يوکور  عمليات ترسره کړ چې په نتيجه کې يې  درې سوه شپيته کيلوګرامه چرس او چاوديدونکي  توکي يې ترلاسه کړل .

 دخبرځاى د څرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې دغه راز دتوغندي په لسګونه ماينونه ، دسپکو وسلو په سلګونه ګولۍ ، لاسي بمونه او ډول ډول ماينونه هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

٣٢-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

 ديوقوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال  طالبان په کونړ ولايت کې  ووژل شول .

 دغه  کسان دافغان او نړيوالو ځواکونو په ګډو عملياتوکې ددغه ولايت  څوکي  په ولسوالۍ کې  ووژل شول .

  دکونړ دوالي ويندوى واصف الله  واصفي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دغه عمليات دڅوکي  ولسوالۍ ديوه ګل  په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې دطالبانو دسيمه ئيز قوماندان ملاوزير په ګډون نهه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول

 په يوبله پيښه کې دطالبانو يو قوماندان پرون دکونړ ولايت  دوټه پوري په ولسوالۍ کې  ونيول شو .

  د ٢٠١ سيلاب  قول اردو دلومړي لوا ويندوى جګړن شيرين اقا  دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه قوماندان  ضيا الله نوميږي او له ده څخه يوه پيکا هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلې ده .