23 February 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

په ننګرهار کې په لسګونه کلي ددښمن له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر دکب څلورمه : په داسې حال کې چې په...

 په دايکنډي  کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

په دايکنډي کې دواورې دښوييدو له امله دوه تنه ووژل شول .

کابل باختر دکب څلورمه : ددايکنډي ولايت په ميرامور ولسوالۍ...

 په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په غزني کې د١١ تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دکب څلورمه : ١١ تنه ډار اچوونکي تيره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختردکب  دويمه :
د شبرغان _  مزارشريف  د لوى لارې اووه تنه پوليسان چې په شوکمارۍ تورن دي ونيول شول .
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال فقير محمد جوزجاني باختراژانس ته وويل چې، دغه کسان  داقچې ولسوالۍ درې لارې ته څېرمه د عاقل ګدا په پوسته کې ځاى پرځاى و او کله ناکله  يې په شوکمار‌ۍ  او د مسافرانو  په ځورونې  او کړونې يې لاس پورې کاوه .
ويل کېږي چې دغه پوليس تېره شپه  ديو بس موټر چې له کابل څخه شبرغان ته روان و، د سپرليو د پيسو او مالونو د لوټولو  په وخت کې ونيول شول .
  جنرال  جوزجاني وايي  چې،  په ډير لنډ ممکن وخت کې به په غلا اوشوکمارۍ د دغو اوو تنو تورنو پوليسانو دوسيه عدلي اوقضايي   بنسټونو ته  وسپارل شي .
په همدې حال کې  د جوزجان ولايت د نظامي  څارنوالۍ د قضايي برخې څارنوال  حسيب  الله سادات وايي چې دغو اوو تنو پوليسو له مسافرانو څخه دوه دېرش زره افغانۍ نغدې پيسې  او يوويشت  موبايلونه لوټ  کړي دي
نيول شويو پوليسانو په لومړنيو څېړنو کې په شوکمارۍ اعتراف کړى او ويلي يي دي چې  په دې لويه لاره کې  يې د وسله والې شوکمارۍ  اوغلا په څو قضيو کې لاس لري .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 کابل باختر د کب ٢ مه
په تېرو۲۴ساعتونو کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ۷ تنه ډار  اچوونکي وژل شوي  او۳   تنه نور  ټپیان شوي دي .
باختر اژانس ته نن سهار د ملي دفاع وزارت څخه په استول شوې خبرپاڼه کې  ويل شوي چې دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، پکتیکا، قندهار،  روزګان، سمنګان او د هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي. پاى\ جهان يار

کابل/ باختر/ د کب د میاشتې ۱نېټه
په غزني ولايت کې په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبر له مخې:
په غزني ولايت کې د ميشت تندر ددرېيمې لوا قوماندان جنرال محمد نسيم سنګين نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه عمليات  چې څو ورځې مخې دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والوطالبانو له شتون څخه دغزني – پکتيکا د لوېې لارې د پاکولو په مقصد پيل شوي و چې په نتيجه کې ۳۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ۵۴ تنه یې ټپيان شول او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او څو موټرونه له منځه يوړل شول.
ده زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې د اندړو ولسوالۍ تګلوری تر غزني ښار پورې د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شو او دغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
جنرال سنګين وویل: ټاکل شوې ده ډير ژر دغزني – پکتيکا د لويې لارې په تګلوري ګې څو امنيتي پوستې جوړې شي .
پاى\ذکرالله

 

کابل / باختر/ د کب دمياشتې ۱ نېټه  
يو ځانمرګى يرغلګر په لغمان ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دغه راز يو بل ير غلګر له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو .
د رپوټونو له مخې: دوو ځانمرګو يرغلګرو غوښتل په اليشنګ ولسوالۍ کې په يوې امنيتې پوستې يرغل وکړي چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د هېواد په ختيځ  کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغو دوو ځانمرګو يرغلګرو غوښتل د اليشنګ ولسوالۍ په دنجيل کلي کې د امنيتې ځواکونو په يوې پوستې يرغل وکړي چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
ده وويل: د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو يرغلګر ووژل شو او دويم يې ونيول شو.
نيول شوی يرغلګر ځان د وسله والو طالبانو د ډلې غړی بولي.
پاى \ذکرالله

Page 7 of 4867