23 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په بغلان کې ٢٥٠ کورنيو مرسته ترلاسه کړه

پلخمري/ د وږي٣١ مه/ باختر په بغلان کې د وروستيوجګړو له...

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

چاودنې په پروان کې يوه ښځه ووژله

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د پروان په مرکز ملتان سيمه...

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

انتخاباتي کمېسيونونو د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل/ د وږي٣١ مه/ باختر د انتخاباتوخپلواک کمېسيون او د انتخاباتي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

زرنج / باختر/ د وږي٢٩مه : 
د زرنج پوليسو ٨٠ کيلو ګرامه اپين پرون  په دغه ولايت کې ضبط کړل .
د نيمروز د امنيې  قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابراهيم اميني د باخترآژانس خبريال  ته وويل ؛ د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره  د مبارزې منسوبانو        د نيمروز د کنګ ولسوالۍ  د حاجي قيوم په کلي کې ٨٠ کيلوګرامه اپين چې  په يوه
کرولا ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوي و ، کشف او ضبط کړل.
هغه زياته کړه موټرچلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى او پوليسو دهغه د نيولو په خاطر هلې ځلې پيل کړي دي .
پاى  \   ذ

 

کابل/ باختر/ د وږي٢٩مه :    د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب  وايي، چې  په افغانستان کې         روانه جګړه د افغانانو نه ده او د ختمولو لپاره یې باید له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه شي.       د نوموړي په وینا په دې جګړه کې یو شمېر هیوادونه او  استخباراتي  ادارې خپل اهداف او ګټې ګوري او تر شا یې ولاړ دي.                                                  نوموړي دا خبرې په کابل کې د افغان امن نړیوال کنفرانس ګډونوالو ته په  وینا کې وکړې.   دې کنفرانس کې د ګڼو افغان سیاستوالو او فرهنګیانو  ترڅنګ  د  ډیورنډ فرضي کرښې د اخوا سیاستوال، مدني فعالان او فرهنګیان هم برخه لري.                      د ملي امنیت سلاکار وايي، چې د اوسنۍ جګړې تر ټولو ډېر زیان د دې کرښې دواړو خواو ته پرتو ولسونو ته اوړي او همدا ولسونه کولای شي لاس یو او امن ډاډمن کړي. ده ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې جنګېدونکي کسان، چې دلته هره  ورځ  بې ګناه خلک وژني لکه پرون یې، چې په زابل کې وحشت وکړ، په نورو ځایونو کې مراکز، روزنځایونه او آن لا د قوماندې مراکز لري، چې د جګړې موخه  یې همغه ځای ته خدمت او غلامي ده.                                                                              ښاغلي محب وویل، چې له دې ټولو سره سره حکومت د پخلاینې دروازه  پرانیستې پریښې او تل دې ته تیار دی، چې د یوې با عزته سولې او ثبات لپاره خبرې اترې وکړي.                                                                                                            هغه وویل، هر کنفرانس، چې د افغانستان د سولې له بهیر سره رښتینې مرسته  کوي        او د جګړې د پای لامل کېږي، افغان حکومت به یې ملاتړ وکړي.                          ډاکټر حمدالله محب د دغه ډول کنفرانسونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ، چې په ورته کنفرانسونو کې دې د امن او سولې تر څنګ، د ترهګرو د تمویل، تجهیز او د هغوی د روزنځایونو په اړه هم بحث او غور وشي او په ملاتړ  کوونکو  لورو دې فشار ډېر شي.                                                                                 دملي امنیت سلاکار وویل، چې د افغانستان جګړه فکري نه ده، بلکې د بهرنيو عواملو ترڅنګ مالي او جرمي بڼه هم لري او باید د عایداتي سرچینو او مخدرو موادو  رول په کې له یاده ونه اېستل شي.
پاى \ ذ

کابل/ باختر/ د وږي٢٩مه :                                                               ترهګرو یو ځل بیا په  ډېره بې رحمۍ  سره زموږ هیواد وال په  نښه او  وحشت يې جوړ کړ. 
دوی په ننګرهار او زابل ولایتونو کې د بریدونو په  کولو لسګونه افغانان شهیدان او ټپیان کړل او یو ځل بیایې  ثابته  کړه ، چې  له ولس او هیواد   سره  دښمني کې  يې کمی نه راځي.                                                                                   ترهګرو طالبانو په ننګرهار ولایت کې د تذکرو د وېش پر مرکز، چې یو ملکي ځای دی او په زابل ولایت کې پر یوه روغتون وحشیانه بریدونه وکړل، چې له امله یې ماشومانو، مېرمنو او نورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.                              دغه ډله په  داسې حال کې، چې په  دې بریدونو کې د پوځيانو د زیانمنېدو ادعا کوي، په بشپړه بې شرمۍ د ملکي وګړو له زیانمنېدو سترګې پټوي او درواغ  وايي.                طالبان له دې لارې غواړي، چې د خلکو په منځ کې وېره خوره کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي ؛ خو زموږ ولس هېڅکله هم دې د پردیو مزدورانو ته نه تسلیمېږي او پر شا نه ځي.                                                                                      دغه ډله  په پرله  پسې ډول زموږ د زړورو  امنیتي او دفاعي ځواکونو له  خوا ځپل کېږي او د هیواد په هېڅ برخه کې خوندي نه شي پاتې کېدلای.                                 طالبانو په دې وروستیو کې سخت ګوزارونه خوړلي او تر کنټرول لاندې  سیمې  یې  د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې دي.                                                               ډاډه یو، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د  سرښندنو او فعالیتونو په  نتیجه  کې به دا ورانکارې ډله له منځه ولاړه او هیواد به مو یې له شره خلاص شي .                له لوی خدایه د دې ناوړه پېښو شهیدانو ته برین جنت ، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو  ته یې عظیم اجر غواړم.                                                                             پاى / ذ

کابل/ باختر/ د وږي٢٩مه :  
د کورنيو چارو وزارت سرپرست ، دملي دفاع وزارت لومړى مرستيال او جنرال سکات ميلر پرون کندز ته په سفرکې  د شمال ختيځ زون له مسوولانو سره وکتل .
د پامير د ٢١٧ قول اردو د ستراتيژيکي اړيکو اوعامه چارو مرستيال برهان الدين  توفيق باختراژانس ته وويل ؛ دکورنيو چارو وزارت سرپرست لوى پاسوال مسعود اندرابي ، دملي دفاع وزارت لومړى مرستايل ډګرجنرال ياسين ضيا اوپه افغانستان  کې دغوڅ ماموريت د ځواکونو قوماندان جنرال سکات ميلرکندز ته په سفرکې د شمال ختيځ زون  د ولايتونو له واليانو او امنيتي مسوولانو سره وکتل .
مسعود اندرابي د دغه سفرهدف د شمال ختيځ زون د ولايتونو د امنيتي حالت څيړنه ، د جمهوري رياست د انتخاباتو دبهير د امنيت تامينول اوپه کندز او بغلان کې د بريښنا دويجاړو شويو ستنو دبيا جوړولو د کار دزمينې مساعدول وبلل.
پاى \ ذ

Page 8 of 5326