17 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

په ننګرهار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۵ تنه ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ...

  په جوزجان کې  ګازي برېښنا توليدېږي

په جوزجان کې ګازي برېښنا توليدېږي

- کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه جوزجان به تر...

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

کابل باختر د چنګاښ ۲۳ مه
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې اته واړه او غټ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفري باختر اژانس ته وویل چې، څو ورځې وړاندې ګډو افغان ځواکونو په چپرهار ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ څو کلي پلټل شوي چې د پلټنې پر مهال لسګونه ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
یاد عملیات چې د ډاډمن امنیت د تامين او د جمهوري ریاست د ټولټاکنو لپاره د زمینې د برابرولو په موخه پیل شوي، لا هم دوام لري.
پای/وصال

 

کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ په واز غر سیمه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر اژانس ته وویل چې، بې پیلوټه الوتکې تېره شپه د سیاه ګرد ولسوالۍ په واز غر سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ.
سرچینه زیاتوي چې، په برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپيان شوي دي.
پای/وصال

 

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په سرپل کې د ماشومانو او ميندو د مړينې کچه ټيټه شوې ده .
د سرپل د عامې روغتيا په رياست کې مسوولين وايي چې د زيږون په وخت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ٢٤ سلنه ټيټه شوې ده.
د سرپل د عامې روغتيا رييس نور احمد اسحاقزى وايي: د قابلو زياتوالى له اميد وارو ښځو څخه دايمي مراقبتونه، روغتيايي خدمتونه ته د خلکو د لاسرسي زياتوالى او په روغتيايي مرکزونوکې د زيږونونو په ګټو ښځو ته پوهاوي ورکول د دغه کمښت اساسي علتونه دي .
قابلې هم د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په ټيټوالي کې خپل رول ارزښتناک بولي او له ټولو کورنيو څخه غواړي چې ښځې د زيږون په وخت کې ډېر نږدې روغتيايي مرکز ته ولېږدوي .
څه موده مخکې هم د سرپل د عامې روغتيا رياست مسوولينو د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې د اوو روغتيايي کلينيکونو د جوړولو خبرورکړى و.
ختم-عطاالله-اکرم

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په قندهارکې د طالبانو د ترور او بمي بريد ځانګړې ٤٠ کسيزه شبکه وځپل شوه.
د ملي امنيت مامورينو د دې شبکې ٤٠ واړه غړي د قندهار په ځينو برخوکې په ځانګړو عملياتوکې نيولي دي.
دغې شبکې په وروستيوکلونوکې د قندهار، ميدان وردګو، بادغيس او د جوزجان ولايتونو په ځينو برخوکې د افسرانو، مسوولينو او د سيمې د مشرانو په ترور او هم په بمي بريدونو لاس پورې کاوه.
د قندهار والي حيات الله حيات باختر آژانس ته وويل چې دغه ٤٠ کسيزې شبکې تر اوسه پورې د پوځيانو او ملکيانو په وړاندې لسګونه ډار اچوونکي بريدونو ترسره کړي دي .
د دې شبکې غړو په لومړنيو څېړنوکې په قندهار، ميدان وردګو، بادغيس او جوزجان کې د افسرانو، سيمه ييزو چارواکو او د سيمې د مشرانو د ترور پر لسګونو مواردو او مرګانيو بمي بريدونو اعتراف کړى دى.
هغوى ويلي دي چې په پاکستان کې يې د خپلو مشرانو لارښوونه ترلاسه کوله.
د قندهار والي وايي چې د دې څلويښت کسيزې شبکې د غړو په نيول کېدو سره به د هېواد د جنوب او جنوب لويديځ په ځينو سيموکې امنيت ښه شي.
ختم - ف - اکرم

Page 9 of 5186