13 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور رئیس غني دامریکا متحدو ایالاتو د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهور رئیس غني دامریکا متحدو ایالاتو د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر دليندي يو ويشتمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 له دارالعلوم  څخه  څلور سوه پنځوس  تنه نجونې  فارغې شوې .

له دارالعلوم څخه څلور سوه پنځوس تنه نجونې فارغې شوې .

-کابل باختر دليندي يو ويشتمه : دبي بي عايشې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

جلال آباد  \باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
دهېواد  ختيځ ننګرهار ولايت يوځل بيا د داعش  او دوسله والو طالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ  دنښتو ډګر و.
دغه جګړې  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دلعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ونښتې.
دهېواد په  ختيځ  کې  دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژنس ته وويل   چې په دغو نښتو کې دداعش  او دطالبانو  نهه تنه غړي ووژل شول.
ده وويل ؛ چې دغه  جګړې ددواړو ډار اچوونکو ډلو دلوړتيا غوښتنې پرسر ونښتې.
په څو وروستيو کلونو کې دهېواد ځينې  سيمې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ  دډيرو خونړيو  نښتو ډ ګر دى.
دغه نښتې ددې سبب شوي دي چې ملکي وګړو  ته دسر دزيان داوښتو ترڅنګ په سلګونو کليوالي اوسيدونکي له خپلو کورونو او مينو څخه وتلو ته اړې شي.

قندهار  \باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
دهېواد په  جنوب قندهارولايت کې دطالبانو دډلې درې ډيپوګانې کشف شوې.
له دغو ډيپوګانو څخه چې ددغه ولايت په جنوب کې  دطالبانو په پټنځايونو کې  ساتل کيدل  په لسګونو سپکې او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
دهېوادپه  جنوب کې دملي اردو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو له دغو  زيرمو څخه   په ډاراچوونکو بريدونو کې استفاده  کوله.
ده وويل چې  له دغو ډپيوګانوڅخه سپک او درانده  جنګي وسايل  ،بمونه او په خپل لاس  جوړ شوي ماينونه او توغندي  ويشتوونکي ترلاسه شوي دي .
ددغو  جنګي  وسايلو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.پاى \ شکريه \ ذ

جلال آباد  \باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو  جنايي پيښو په تور ١٥ تنه ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهارولايت په  ګوټ ګوټ کې دځانګړو عملياتو اود پلټنې په بهيرکې ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت  حسين مشرقيوال  باختر
آژانس ته وويل  چې په نيول شويو کسانو دغلا،  وژنې ، دنشه يي توکو دقاچاقو  او دانسان تښتونې تورلګول شوى دى.
پاى \ ف \ ذ

جلال آباد  \باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
دهېواد  ختيځ ننګرهار ولايت يوځل بيا د داعش  او دوسله والو طالبانو په ډلو پورې داړوندو کسانو ترمنځ  دنښتو ډګر و.
دغه جګړې  په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دلعل پورې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ونښتې.
دهېواد په  ختيځ  کې  دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژنس ته وويل   چې په دغو نښتو کې دداعش  او دطالبانو  نهه تنه غړي ووژل شول.
ده وويل ؛ چې دغه  جګړې ددواړو ډار اچوونکو ډلو دلوړتيا غوښتنې پرسر ونښتې.
په څو وروستيو کلونو کې دهېواد ځينې  سيمې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ  دډيرو خونړيو  نښتو ډ ګر دى.
دغه نښتې ددې سبب شوي دي چې ملکي وګړو  ته دسر دزيان داوښتو ترڅنګ په سلګونو کليوالي اوسيدونکي له خپلو کورونو او مينو څخه وتلو ته اړې شي.
پاى \ شکريه \ ذ

Page 10 of 3873