23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امنیتی

جلال آباد\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د هېواد په ختيځ کې د ننګرهار ولايت يو ځل بيا د داعش او طالبانو په ډلو پورې د اړونده افرادو ترمنځ د وسله والو نښتو د نويو څپو ډګر و.
دغه نښتې په تيرو څلرويشتو ساعتوکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې شوې دي.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو نښتو له امله د داعشيانو او طالبانو اوولس تنه غړي ووژل شول.
ده وويل: نښتې د دواړو ډار اچوونکو ډلو ترمنځ قدرت ته د رسيدو په سر رامنځته شوې دي.
د څو وروستيو کلونو په بهيرکې د هېواد بېلابېلې سيمې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ د ډيرو خونړيو نښتو ډګر دي.
دغه نښتې د دې سبب شوې دي چې ملګي وکړو ته د سر د زيان د اوښتو ترڅنګ د کليو په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شي.
پاى \ سعيده \ذ

پارون \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان پوله ساتوونکو سره د نښې په بهيرکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار کله چې غوښتل يې ډيورنډ له کرښې تېرشي؛  د افغان پوله ساتوونکو د سپرلۍ په کاروان يرغلر وکړ چې ډزې پرې وشوې.  
د هېواد په ختيځ  کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې جګړې له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: طالبانو د ډيورنډ کرښې په تيريدو سره غوښتل د افغان پوله ساتوونکو د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې په دوى ډزې وشوې .
ويل کيږي چې د دغې نښتې له امله سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ؛ سعيده \ ذ

 

غزنى\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د يوه  قوماندان په ګډون د القاعده شبکې ٣٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د غزني د والي وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډ اراچوونکي  د اندړو ولسوالۍ د سردار قلعه او مرادي په کليوکې ووژل شول.
په قاري کوچي مشهور قاري فضل الرحمن د القاعده يو قوماندان، مولوي عبدالحکيم او عمر فاروق د طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .
خبرځاى زياته کړه: دغه عمليات له ځمکې او هوا څخه په دقت سره پيل شول چې د ملکي کسانو د سر د زيان مخه ونيول شي.
ده زياته  کړه: دغه عمليات په اندړو ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو تر بشپړ ځپلو پورې دوام  لري.
پاى \ ش\ ذ  

لښکرګاه\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
درې تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
په دغو ملکي وګړو نن سهار د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې  ماين وچاوديد.
د هېواد په  جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې  چاودنه کې د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
ده وويل: ماين واټ ته څېرمه ښخ ګړاى شوى و او د ملکي وګړو د تيريدو په وخت کې وچاوديد.
د ملي اردو دغه قوماندان وسله وال طالبان ددغه ماين د ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
پاى \ ج\ ذ

Page 2 of 3771