21 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهورريیس غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

د نمک آب ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

تالقان / باختر/ د چنګاښ ٢٩ مه د تخار د نمک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبغلان ولايت داستيناف محکمې څلور تنه په بندمحکوم کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دهغوڅلوروتنو علني قضايي محاکمه چې  دوژنې تور پرې لګول شوي دي نن  دبغلان ولايت  داستيناف محکمې له خوا ترسره شوه.
دبغلان ولايت   داستيناف محکمې رييس  قضاوتمندميرويس باختراژانس ته وويل:  په يارخان ، آقامحمد، شمس الرحمن او عبدالخير تور لګل شوى دى چې يو قومي مخور  ملاخيرالله يې شپږمياشتې مخکې  دپل حصار ولسوالۍ  دآهنګرانو په کلي کې وژلى و.
يوه اړونده خبرځاى وويل:  دمحاکمې په بهيرکې  په تورنو کسانو دموظف څارنوال له خوا  له الزاماتو وروسته   اودتورنو کسانو دلومړنيو اعترافونو دبهير دسي ډي  دکسټ له ښودولو وروسته  تورنو کسانو اودهغوى مدافع وکيل  په دفاع لاس پورې کړ ..
وروسته د وژل شوى سړى مور  ، خور  او ميرمنې ددغه سړى په وژلو کې  ددغو کسانو دلاس  لرلو شواهد اودلايل  قضايي هيئت ته وړاندى کړل.
په پاى کې قضايي هيئت هريو تورن  په شل شل کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
ددغو تورنو کسانو په باب دمحکمې دغه حکم په داسې حال کې صادر شو چې موظف څارنوال  اودمقتول کورنۍ دډيرو سختو مجازاتو يعنې اعدام دتطبيق  غوښتنه کوله  خو تورنو کسانو ځان بيګناه باله  او دبخښنې غوښتنه يې کوله او دمحکمې پريکړه يې له عدالت څخه  لري وبلله.
ديادونې وړ ده چې دمحکمې حکم وروستئ نه دى او دتورنو کسانو تميز غوښتنه محفوظ ده .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.