18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دطالبانو د نومول شوي ولسوال  له کور څخه دمهماتو کشف

دطالبانو د نومول شوي ولسوال له کور څخه دمهماتو کشف

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : پوليسو دفارياب دقرغان ولسوالۍ...

 په پروان کې   ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ترلاسه کړې .

په پروان کې ٢٥ بې ځايه شويو کورنيو مرستې ترلاسه کړې .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : په پروان کې نن په...

 دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي  کمېسيون رييس  په لغمان کې ونيول شو

دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي کمېسيون رييس په لغمان کې ونيول شو

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر : دلوګر ولايت لپاره دطالبانو دپوځي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې دمخالفينو دشپږو تنو سيمه ييزو قوماندانانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردلندي دمياشتې  ٢٨ :
دوسله والو جګړه مارانو شپږتنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې ديولړپوځي عملياتو په بهېرکې  ونيول شول.
دغه قوماندانان چې ويل کيږي دوسله والو طالبانو په ډلې اودحقاني په شبکې  پورې اړه لري تيره شپه او نن سهار دقندهار ، غزني ، ارزګان ، لوګر  اودخوست دولايتونو په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو  اودناټو دځواکونو په پوځي عملياتو کې وژل شوي دي.
باختراژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبرورکړ چې دغه شپږتنه قوماندانان کله چې  په خپلو اړوندو سيمو کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو، په پټځايونو کې يې پرې بريد وشو او ووژل شول .
ناټووايي چې دغو قوماندانانو دځينو جګړه مارو طالبانو اودحقاني شبکې دوسله والو  کسانو رهبري په غاړه درلوده  ددغو قوماندانان هويت نه دى په ډاګه شوى خو  ويل شوى دى چې دوى په خپلو سيمو کې په زياترو ناامنيو کې رول درلود.
ويل کيږي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند ديارلس تنه وژل شوي دي  .
ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې  :  افغان پوځيانو او  دناټو ځواکونو ددغو عملياتو په بهېرکې  دمخالفينو دجنګي وسايلو اودنشه يي توکو درې ډيپوګانې او ګودامونه هم ترلاسه کړي دي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.