يو سلوشل کېلوګرامه هيروئين ترلاسه شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي دويمه
په فراه ولايت کې دهيروئينو دتوليد يوه کارخانه ويجاړه شوه .
دفراه ولايت امنيه قوماندان اقانور کېنتوز باختر اژانس ته وويل دهيروئينو دتوليد دغه کارخانه دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو دهغو ګډو عملياتو په بهير کې چې تيره شپه دبالابلوک ولسوالۍ دپشت کوه په ساحه کې ترسره شوه ويجاړه شوه .
دفراه ولايت دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې په دې کارخانه کې ١٢٠کېلوګرامه هيروئين او څو بوشکې محلولچې دهيروئينو په جوړولو کې کارول کېږي هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه ددغي کارخانې په اړوند تراوسه پوري څوک نه دى نيول شوي .
 

back to top