25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کاپيسا کې د چاوديدونکو توکو دلسګونو کيلوګرامو جوړونکو کيمياوي توکو کشف

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
دکاپيسا ولايت امنيتي مامورين دلسګونو کيلوګرامو کيمياوي توکو په کشفولو بريالي شول چې له هغو څخه دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کار اخيستل کيږي.
دغه توکي نن له غرمې وروسته د دوه نيمو بجو په شاوخواکې دکوهستان دلومړۍ  برخې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زلمى په نامه د يو سړى په کورکې د امنيتي مامورينو دځانګړو عملياتو په بهيرکې کشف او ترلاسه شوي دي .
دکاپيسا ولايت دکوهستان د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق باختر اژانس ته وويل چې په دې کورکې اووه ديرش بوتله الکولي مشروبات او شل پاکټه دچاوديدونکو توکو جوړونکي مواد کشف شوي دي .
ويل کيږي چې ددغه کور خاوند زلمى په تيښتې بريالي شوى دى او د هغه دموندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
  شفيق وايي چي ښايي دغو کسانو له وسله والو طالبانو سره اړيکې لرلې او غوښتل يې چې له دغو توکو څخه چاوديدونکي توکي او وروسته بمونه او ماينونه جوړ کړي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.