دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه نوريې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دننګرهار ولايت دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې  دافغان اودايساف دځواکونو  دګډو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نهه تنه يې ونيول شول. دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي حضرت حسين مشرقيوال باختراژانس ته وويل  دغه عمليات تيره شپه  دګډو ځواکونو له خوا دخوږياڼيو  ولسوالۍ دقيلغو په ساحه کې ترسره شول  چې په بهيرکې يې دوه تنه طالبان ووژل شول اونهه  نور يې  دايساف  دځواکونو له خوا ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې  په دغو عملياتو کې  ګډو  ځواکونو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
په کابل کې  دايساف ځواکونو هم دغه عمليات تائيد کړل او ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژل کېدو اودنهو تنو نورو دنيولو خبريې ورکړي دي.
ديوبل خبرله مخې :
وسله والوطالبانو تيره شپه دخوست ولايت  دنادرشاه کوټ ولسوالۍ داوم په ساحه کې  دپوليسو په پوستي بريد وکړ چې دپوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول  اوپه بهيرکې يې يوطالب ووژل شو.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتي.
 

back to top