24 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې په مرموز ډول د يوې ژورنالستې نجلۍ وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٧ :
په پروان کې يوه ژورنالسيسته نجلۍ پرون ماښام په مرموزډول ووژل شوه.
سلماني دنيا شپاړلس کلنه وه او په چاريکارو ښارکې د دنيا سيمه ييزې راډيوته يې کارکاوه .
دپروان ولايت دعامې روغتيا د رياست يو مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغې  ځوانې ژورناليستې مړى د دقيقې څيړنې لپاره دکابل عدلي طب ته دليږدول شوى دى .
ده وايي چې د سلماني دنيا په بدن کې د ځورونې نښې ليدل کيږي .
دچارو د روغتون ډاکتران وايي چې ښايي دغه  ژورناليسته د زهري موادو د خوړلو له امله  مړه شوې وي .
تراوسه پورې د دغې وژنې انګيزه روښانه نه ده، خو ويل کيږي چې په دې باب د امنيتي مامورينو تحقيقات پيل شوي دي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې د دغې ځوانې نجلۍ د وژنې په اړوندڅوک نه دى نيول شوى .
سلماني دنيا چې شپاړلس کلنه وه، له څه مودې را په دې خوا يې په چاريکارو ښارکې ددنيا په  راډيو کې د يو تفريحي پروګرام د مجري په توګه دنده ترسره کوله.
دچاريکارو ښار د پوليسو يو مسوول چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ وايي  چې دغه ځوانه ژورناليسته له دوو مياشتو را په دې خوا د خپلې کورنۍ له  خوا ګواښل شوې وه چې په دغې سيمه ييزې راډيوکې خپله دنده خوشې کړې.
د څو وروستيو کلونو په بهيرکې دا په پروان کې دويمه ښځينه ژورناليسته  ده چې په مرموز ډول وژل کيږي .
له دې مخکې په پروان کې د سولې د راډيو رييسې ذکيه ذکي په خپل کورکې  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شوه.
له بله پلوه د دنيا راډيو چې يوه خبري _  تفريحي راډيو ده؛ په روان کال کې دوه ځلې دناپيژندل شويو وسله والو کسانوله خوا پرې بريد شوى دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.