18 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ملي ټيم ښه وځليد

د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ملي ټيم ښه وځليد

-کابل/ د مرغومي ٢٨مه/باختر د جنوبي افريقا له ١٩کلنى څخه ښکته...

پنځه طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

پنځه طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢٨مه/باختر د طالبانو یو قوماندان له څلورو ملګرو...

شپږ طالبان په نورستان کې ووژل شول

شپږ طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل/ د مرغومي ٢٨مه/باختر شپږ وسله وال طالبان په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ميدان وردګو ولايت چارواکو او عامو اوسېدونکو د ولسمشر د هغې پرېکړې، چې تر دوو اونيو دې له دغه ولايته ځانګړي امريکايي ځواکونه ووځي، هرکلى وکړ.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٧
د ميدان وردګو ولايت چارواکو او عامو اوسېدونکو د ولسمشر د هغې پرېکړې، چې تر دوو اونيو دې له دغه ولايته ځانګړي امريکايي ځواکونه ووځي، هرکلى وکړ.
باختراژانس دپژواک دخبرى اژانس د خبرله مخې خبرراکړ د وردګو اوسېدونکي له تېرو څو مياشتو راهيسې د ځانګړو امريکايي ځواکونو او د هغوى د نا معلومو افغان همکارانو له ځورونو، ربړونو او وژنو شکايتونه کوي.
د چارواکو او خلکو د شکايتونو په پايله کې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د هېواد د ملي امنيت شورا پرون امريکايي ځواکونو ته امر وکړ، چې په دوو اونيو کې له وردګو څخه ووځي.
د سيداباد ولسوالۍ د شېخ اباد سيمې يوه مخور عبدالبصير د کب په ٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د پروني ورځې پرېکړه د دغه ولايت د ولسونوبيابيا مکرره غوښتنه وه.
ده وويل، چې د بهرنيو ځانګړو ځواکونو ځورونو او خپلسرو عملياتو د دغه ولايت عامو وګړو ته رواني ناروغي پيدا کړې وه، نو له يادې پرېکړې سره اوس د ولسونو په منځ کې خوښي پيدا شوه.
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت ولسونه بايد اوس له خپلو افغان ځواکونو سره د امن په ټينګښت کې مرسته وکړي، څو بهرنيو ځواکونو ته د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.
د چک ولسوالۍ اوسېدونکى او په تېره دوره کې د مشرانو جرګې غړي سمېع جان شېرزاد هم د ولسمشر د حکم هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه امر بايد پر خپل وخت پلى شي.
هغه وويل، چې له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او امنيتي چارې يې افغان ځواکونو ته سپارل د دغه ولايت د خلکو غوښتنه ده؛ ځکه چې بهرني ځواکونه هلته امنيتي ستونزې جوړوي او خلک ځوروي.
شېرزاد زياته کړه، چې د ده په ګډون ځينو مشرانو څو ورځې مخکې له بهرنيو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد د پروسې مشر اشرف غني احمدزي ته د دغه ولايت د خلکو ستونزې وويلې.
ده له اشرف غني احمدزي مننه وکړه، چې دغه ستونزې يې له نورو چارواکو سره شريکې کړي او په پايله کې يې ولسمشر له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو امر وکړ.
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو د خلکو استازي عبدالاحمد دراني هم د ولسمشر د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل، چې دا د ولس او د وکيلانو پرله پسې غوښتنه وه.
د هغه په وينا، که چېرې ولسمشر دغه امر نه واى کړى، نو د ميدان وردګو خلکو به په نږدې راتلونکي کې د دغو ځورونو پر ضد پراخ لاريونونه کړي واى.
ده هيله څرګنده کړه، چې د ولسمشر دغه امر به ډيرژر پلى شي.
د قيوم په نوه د جلرېز ولسوالۍ يوه تېل پلورونکي پژواک اژانس ته وويل، کله چې تېره شپه دوى له رسنيو د ولسمشر دغه پرېکړه واورېده، نو دوى له ډېرې خوښۍ نورو خپلوانو ته د ټيلېفون په وسيله زيرى ورکړ.
ده زياته کړه: ((اېله مو تېره شپه د کورنۍ له ماشومانو سره په ارامه او ډاډه زړه خوب وکړ))
د حاجي قدوس په نومه د ميدان ښار يوه قومي مشر پژواک ته وويل، چې د ځانګړو بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر کرزي پرېکړې د دغه ولايت خلکو ته خوښي وربښلې او د ولسونو د مهمې غوښتنې مطابق يې فيصله کړې ده.
دغه مخور وويل، چې د ولسمشر پرېکړه ډېره مهمه او په ښه وخت کې وشوه، که نه خلکو ته دوه لارې پاتې وې؛ چې يا کډې بارکړي او يا عمومي پاڅون وکړي، خو اوس به د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره ولسونه د خپلو سيمو د امنيت ټينګښت ته جدي پام کوي.
د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى ښوونکى امين وايي، چې د ولسمشر د تېرې شپې پرېکړې د ده هغه اراده بدله کړه، چې غوښتل يې د بهرنيو ځواکونو د ځورونو له لاسه تقاعد واخلي.
ده زياته کړه، مخکې ځکه ده تقاعد اخيستو ته اراده کړې وه، چې ښوونځي ته د تلو ، نو په لار کې به بهرنيو ځانګړو ځواکونو له يو شمېر نورو هغو عامو وګړيو سره مخکې کړى و ، چې په لارو ، کوڅو او کروندو کې به يې نيولي وو او بيا به يې وهل ټکول او د ګوتو نښې به يې اخيستلې.
د وردګو د ولايتي شورا مرستيال حضرت محمد جان د ولسمشر د دغه امر د هرکلي ترڅنګ وويل، چې رسنيو او په ځانګړې توګه پژواک د خلکو دغه ستونزې تر چارواکو پورې په رسولو کې ډېره مرسته وکړه.
هغه زياته کړه، چې نن د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو تر ٣٠ پورې قومي مشران ولايتي شورا ته راغلي وو او د ولسمشر د تېرې شپې د فرمان او امر هرکلى يې وکړ.
جانان پژواک اژانس ته وويل، د ملکي خلکو ځورول. چې د هر چا له خوا وي، دوى يې غندي او د ولسمشر د تېرې شپې اقدام يې پر وخت او پر ځاى اقدام وباله.
د ده په وينا، يو شمېر کورنيو چې د کډې کولو تکل يې کړى و، د ولسمشر د تېرې شپې تر اعلام وروسته يې خپله پرېکړه بدله کړې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د تېرې ورځې پرېکړې د ولايت خلکو ته خوښي ورپه برخه کړه.
هغه زياته کړه، چې په دې کار سره پر حکومت د خلکو باور نور هم زيات شو او دا د ولايت د مقام يوه لويه لاسته راوړنه ده، چې د خلکو ستونزو ته يې د اوارۍ لاره پيدا کړه.
د خوږياڼي په وينا، نور د ولايت مقام دا نه شوى زغملى، چې ولسونه يې وځورول شي، په دې اړه يې ټول معلومات ولسمشر ته وړاندې کړي وو او ولسمشر په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړه.
د والي وياند وايي، د ولايت مقام هر هغه پرېکړه، چې د ولسونو د خوښۍ وړ ګرځي، هرکلى کوي او زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره پياوړى ځواک لري او هغوى کولى شي د بهرنيانو ځاى ونيسي.
امريکا وايي، چې په ميدان وردګو کې د خلکو د ځورونې په اړه شوې ادعاوې جدي نيسي او په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کوي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.