07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو د نورستان د وانټ وايګل د ولسوال کور وسوځاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل _ باختر دکب دمياشتې اتمه :
وسله والوطالبانو تېره شپه د نورستان ولايت د وانټ وايګل د ولسوال پرکور، په بريد سره  هغه ته اور واچاو ه .
  په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د دغه بريد په وخت کې رحمت الله په کورکې نه و .
دغه پيښه تېره شپه هغه وخت وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغه سيمه ييز مقام په کور بريد وکړ .
د نورستان د وانټ وايګل ولسوال رحمت الله باختر آژانس ته وويل چې يرغلګرو لومړۍ د ده دکور ټول مالونه لوټ کړل او وروسته يې هغه ته اور واچاوه .
ويل کېږي، په دې اور لګيدنه کې د ولسوال رحمت الله دکور د مالونو په سوځيدو سربېره، څوټوکه قرآن عظيم الشان او نور اسلامي کتابونه هم سوځيدلي دي .
د وانټ وايګل د ولسوال دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې له امله  ده ته دڅه ناڅه درې سوه زرو افغانيو زيان اوښتى دى .
ديوکال په بهيرکې دا دويم ځل دى چې طالبان د نورستان د يو سيمه ييز مقام کور سوځوي .
  مخکې له دې د وانټ وايګل د پخوانى ولسوال مولوي حبيب الرحمان په کورهم د وسله والوطالبانو له خوا بريد شوى و او سوځول شوى و .
اوس د وانټ وايګل په زياترو سيموکې وسله وال طالبان شته.
نورستان دافغانستان په ختيځ کې له پاکستان سره دګدې پولې په لرلو سره، تل د وسله والوطالبانو له دې جملې څخه ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو دشتون او فعاليت ډګر دى .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.