25 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جلال آباد ښار کې چاودنې د سر زيان نه دى اړولى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل _ باختر دکب دمياشتې اتمه :
دجلال آباد ښار نن سهار د يوې چاودنې ډګر و، خو ويل کېږي چې په دې پيښه کې  د سر زيان نه دى اوښتى .
  دغه چاودنه نن سهار په پنځو بجو او ديرشو دقيقو د جلال آباد ښار د څارنوالۍ  د ادارې د څارنوال عصمت الله دکور د دروازې په وړاندې شوې ده .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقي وال باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه د يو ايښودل شوى بم د چاودنې زيږنده وه چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
  سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي، خو لا تراوسه  پورې د دغې پيښې مسووليت چاپه غاړ ه نه دى اخستى او هم هدف يې نه دى مشخص شوى .
دغه چاودنه دجلال آباد ښار په بابريانو سيمه کې په هغه ځاى کې شوې ده چې هره ورځ د ترافيکو ګڼه ګوڼه پکې ده .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.