په غور ولايت کې يو ځوانه ښځه ووژل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د غور ولايت په مرکز چغچران ښارکې د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان خپله ځوانه
ميرمن ووژله. ځوانه ميرمن فاطمه چې نږدې ٢٠ کلنه وه؛ پرون ددغه قوماندان له خوا دکورني تاوتريخوالي له امله ووژل شوه.
د غور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي رسنيو ته وويل چې دغه پيښه پرون دچغچران ښار په نيک سيدان کلي کې رامنځته شوه.
خطيبي  زياته کړه چې تراوسه پورې د دغې ځوانې ميرمنې د وژل کيدو د څرنګوالى په باب زيات جزئيات نه دي ترلاسه شوي، خو پوليسو په دې اړوند څيړنې پيل کړې دي .
د سيمې يوه اوسيدونکى چې د دغې ميرمنې له خپلوانو څخه دى؛ وويل چې دغه ميرمن دکورني تاوتريخوالي له امله وژل شوې ده.
 

back to top