25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اتو تنو وسله والو طالبانو سولې ته مخه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دقوماندان عبدالقدير په مشرۍ يوه اته کسيزه وسله واله ډله نن  په کونړ ولايت کې د سولې له بهيرسره يوځاى شوه.
دکونړوالي سيدفضل الله واحدي باخترآژانس ته وويل  چې دغه کسان پخوا د کونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په دولتي ضدفعاليتونو بوخت وو  او دملي روغې جوړې د تګلارې په رښتينولى باندې په پوهيدوسره له دولت سره يوځاى شول.
قوماندان عبدالقدير چې ددغوکسانو مشرتوب په غاړه درلود؛ وويل: له يولسو کلونو راپه دې خوا له دولت سره په مخالفت  کې وم  او اوس له دولت سره يوځاى شوى يم  او غواړم  چې د امنيت په تامينولو کې  له دولت سره همکاري وکړم.
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې له دولت سره يوځاى شويوکسانو ته دکار په برابرولوکې هلې ځلې وکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.