کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان له پنځو تنو نورو طالبانو سره په ميدان وردګو ولايت کې د ناټو په هوايي بريدکې ووژل شو .
دميدان وردګو ولايت دپوليسو يو مسوول نورزي باخترآژانس ته خبر ورکړ چې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان قاري نعمت او پنځه تنه افراد يې تيره شپه دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ دشهيدانوپه کلي کې د ناټو دځواکونو په هوايي عملياتو کې وژل شوى دى .
د نورزي دڅرګندونوله مخې: قاري نعمت په دغه ولايت کې د طالبان د ډلې يو مشهور قوماندان و چې دکابل _ ميدان وردګو په لويه لاره کې يې د انسان تښتونې ، دملکي خلکو د وژنې په څو پيښو او په تروريستي بريدونوکې زيات رول لوباوه .