09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دزابل د ولايتي شورا په دفتريرغلګر وځپل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
د زابل د ولايتي شورا په دفتر ځانمر ګي يرغلګر په پاى کې وځپل شول.
په دې ترورستي بريد کې د پوليسو يوسر تيري شهيد اود زابل د ولايتي شورا د مرستيالې په ګډون څه نا څه شل تنه ټپيان شوي دي .
دغه پيښه نن هغه وخت پيل شوه چې شپږو تنو ځانمرګو يرغلګرو په قلات ښار کې د زابل د ولايتي شورا په دفتر بريد وکړ :
لومړى يويرغلګرپه چاوديدونکو توکو بارخپل موټر د زابل د ولايتي شورا ددفتر ددروازې په وړاندې وچاوه او وروسته پنځه تنه نور يرغلګر ددغه دفترانګړ ته ننوتل.
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني باخترا ژانس ته وويل چې ځانمرګي يرغلګر له افغان پوځيانو سره په دوه سا عته نښته کې وځپل شول.
دپوليسو دغه مقام وايي چې په دې پيښه کې يو پوليس شهيد اوڅه نا څه شل تنه نور ټپيان شوي دي .
جنرال روغ ليوني تاييد کړه چې ددغې پيښې په ټپيانو کې د زابل د ولايتي شورا مرستياله فوزيه کاکړ هم شا مله ده .
ويل کيږي چى نهه تنه پوځيان ، د زابل د ولايتي شوراڅلور تنه اداري کارکوونکي او شپږ تنه ملکي و ګړي ددغه ترورستي بريد په ټپيانو کې شا مل دي .
په همدې حال کې دزابل ولايت روغتيا يي چارواکي وايي چې ددغې پيښې دشپږو تنو ټپيانو حالت خراب دى.
په همدې حال کې په زابل ولايت کې سيمه ييز مسولين وايي چې پوځيانوددغه ولايت د ولايتي شورا په دفتر ديرغلګرو دبريد په بهير کې يوموټر بمونه دپيښې ځاى ته څيرمه کشف اوشنډ کړي دي .
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې طالبانو په دغه موټر بم سره غوښتل په کوم هدف بريد وکړي خو ويل کيږي چې دپيښې ساحې ته څيرمه د ولايتي شورا په دفتر سربيره د زا بل ولايت امنيه قوما ندانۍ هم پرته ده نن کابل هم ددغه شان ترورستي بريد ډګر و.
په دې پيښه کې اووتنو ځانمرګو يرغلګرو نن سهاروختي دکابل د هوايي ډګر په تاسيسا تو بريدو نه و کړل .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.