09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دامنيتي مسوليتونو دليږدونې پنځم پړاو پيليږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\ دجوزا٢٠
له بهرنيو ځواکونو څخه د افغانستان امنيتي مرکزونو ته د امنيتي مسوليتونو دليږدونې پنځم پړاو په نږدې راتلونکي کې پيليږي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې : دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي نن د ايساف  دځواکونو اود ناټو د ملکي برخې له ويندوى سره په يوه ګډه خبري غونډه کې ددغه ټکي په څرګندولو سره وويل چې موږ دامنيتي مسوليتونو د ليږدونې په پنځم پړاو کې يو او ددغه مسوليت د منلو لپاره د هيواد ټول امنيتي مرکزونه چمتو دي .
ده زياته کړه چې د هيواد امنيتي مرکزونه دمسلکي اونظامي ځواکمنيو ظرفيت لري او اوس په سلو کې نوي پوځي عمليات رهبري کوي اود هيواد په سلو کې څه دپاسه اتيا وګړي يې دامنيتي مسوليتونو د ليږدونې لپاره ترپوښښ لاندې نيولي دي او په سلو کې دلسو نورو لپاره زيات تياري لرو چې امنيتي مسوليتونه په بشپړه توګه تر لاسه کړو.
دايساف دځواکونو نوى ويندوى هانيزفيلدمن په دې اړوند وويل، کله چې افغان امنيتي مرکزونه په راتلونکي کې د امنيت د تامينولو مسوليت په غاړه واخلي ايساف به د افغان ځواکونو دروزنې او مشورې ورکولودنده ترسره کړي.
ده وويل چې داړتيا په صورت کې به په محاربوي حالتونو کې د افغان ملي پوليسو او اردو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې دناټو ملکي ويندوى کريستوفرچيمبرز وويل چې د ناټو په مشري نوى ماموريت به يو محاربوي مامويت نه وي بلکې د افغان ځواکونو دروزنې او مشورې ورکولو او له افغان امنيتي مرکزونو سره د مرستې ما موريت وي چې دغه ما موريت به د هوډمن ملاتړ په نا مه ياد شي.
دده دڅرګندونو له مخې، تراتلسو مياشتو پورې به افغان امنيتي مرکزونه په ټول هيواد کې د امنيت بشپړ مسوليت په غاړه واخلي خو ناټو به هغوى يوازي پرې نږدي .
دملي دفاع وزارت ويندوى ظاهرعظيمي دغه راز په دې خبري غونډه کې د ناټو اوايساف له ټولو غړو هيوادونو څخه چې په افغانستان کې پوځي شتون لري وغوښتل هغه افغانان چې دکوم جرم په تور له دوى سره بنديان دي، د افغانستان دولت ته وسپاري .
دعظيمي دڅرګندونو له مخې، د امريکا متحده ايالاتو چې يوشميرافغان بنديان ورسره وو د افغانستان دولت ته وسپارل، استراليا او بريتانيا هم اعلام وکړ هغه افغانان چې دپوځي عملياتو په بهير کې له ترورستا نو سره د همکارۍ په تور نيول شوي دي او له دوى سره بنديان دي ، د افغا نستان دولت ته وسپاري .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.