22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غزني کې د څلورتنو پاکستاني په ګډون ديارلس وسله وال طالبان ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ اوومه :

 د څلورو تنو پاکستاني جګړه مارو ډلو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان دپوځي عملياتو په بهيرکې په غزني ولايت کې ووژل شول .

 دغه جګړه ماران پرون ناوخته کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د اندړو ولسوالۍ د ابراهيم زو په سيمه کې د افغان ځواکونو له خوا پرې  بريد وشو او ووژل شول .

 دغزني ولايت د اندړو ولسوال محمد قاسم  ديسي وال  باخترآژانس ته وويل: ددغو عملياتو په بهير کې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

 ديسي وال تاييدکړه چې څلور تنه پاکستاني طالبان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي .

 ويل کيږي، ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو په لسګونه ميله وسلې هم ترلاسه شوې دي .

 دچهارشنبې په ورځ هم دپنځو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون پنځلس تنه وسله وال طالبان دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو دجلا جلا عملياتو په بهيرکې ووژل شول .

 دغزني سيمه ييزو مقاماتو په دې وروستيو وختوکې خبر دارى ورکړى و چې دپاکستان دمدرسو په تړل کيدو سره په سلګونو تنه طالبان په تيره بيا د دغې ډلې پاکستاني جګړه ماران دغه ولايت  ته راغلي دي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.