22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په نورستان کې اووه تنه پاکستاني طالبانو ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د چنګاښ اوومه :

 اووه تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له افغان ځواکونوسره د نښتې په بهيرکې ووژل شول .

 دغه نښته  نن سهار په کامديش  ولسوالۍ کې له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې هغه وخت وشوه چې پاکستاني طالبانو د پوليسو د سرتيرو په يوې پوستې بريد وکړ .

 د نورستان ولايت دپوليسو يو مقام باخترآژانس ته وويل: په دې نښته کې اووه تنه پاکستاني طالبان  وژل شوي دي.

 دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې: طالبان له پاکستان څخه په راتلو سره غوښتل  په کامديش کې د افغان ځواکونو څو پوستې ونيسي، خو بريالي نه شول او وتښټيدل.

 دنورستان امنيتي مقاماتو په دې نښته کې د دوو تنو افغان پوځيانو ټپي کيدل تاييدکړ .

 افغان سيمه ييزو مقاماتو په دې وروستيو وختوکې دنورستان ولايت ځينو سيمو ته د زرو تنو پاکستاني ، عربي ، چيچيني او ازبکي طآلبانو د راتګ خبر ورکړ او خبر دارى يې ورکړ چې طالبان ددغه ولايت په پوځي  او دولتي  تاسيساتو باندې يو ستر پريد ته تيارۍ نيسي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.