22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  د چنګاښ ٨ :
دملي اردو منسوبينو نن  دهيواد په ځينو ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  دطالبانو ديو قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال مخالفين  ووژل ، درې تنه ټپيان او دوه تنه قوماندان يې ونيول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  :
دملي اردو منسوبينو  دسولې اوثبات دتامينولو په مقصددغزني ولايت  داجرستان  اوده يک دولسواليو په مربوطاتو کې  چاڼيزعمليات ترسره کړل  چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، يو تن ټپي شو  او يوه اندازه سپکې وسلې او دماين  پنځه ريموټ کنترولونه ترلاسه شول.
دملي اردو دمنسوبينو  دهغو عملياتو په بهيرکې چې دپکتيکاولايت دبرملي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول  يو وسله وال مخالف ووژل شو اويو تن بل ټپي شو.
دغه راز دملي اردو دځانګړي قطعي منسوبينو هم دقندهارولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډ چاڼيزعمليات  ترسره کړل  چې په بهيرکې يې دکبيرجان په نامه دچاودونکو توکو يو برابرونکي له پنځو تنو نورو وسله والو مخالفينواو دوو مخابرو سره ونيول شو.
دغه راز دميدان وردګو ولايت  دنرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ددغو ځواکونو دعملياتو په بهيرکې دحقاني دشبکې قوماندان ظاهر جان  له دوو تنو مشکوکو کسانو اولاسي بم سره ونيول شو.
په همدې ترتيب درې تنه وسله وال مخالفين هغه وخت ووژل شول اويو تن يې ټپي شو چې  غوښتل يې د وردګو ولايت  دچک ولسوالۍ په مربوطاتو کې   د٨٢ملي متري هاوان يو ماين  وتوغوي  چې دغه ماين دتوغولو په وخت کې وچاوديد او له امله يې دغه کسان ووژل شول .
دقندهار ولايت دخاکريزولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه بله ورته پيښه کې  دطالبانو ديو قوماندان  په ګډون درې تنه ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې : دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ  دوريښمو تنګي په مربوطاتو کې  دماين دچاودنې له امله  دملي اردو يو منسوب شهيد شوى دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.