22 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

د ملي امنیت سلاکار د آلمان له سفیر سره وکتل

کابل/ د تلې ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

 په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

په بلخ کې د شاعرانو او ليکوالانو ټولنه جوړه شوه

٤٣-کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د ځوانو شاعرانو او ليکوالانو...

 جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

جمهورريیس غني ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړل

٤٢- کابل/ د تلي ٣٠مه /باختر د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بريتانيا د افغانستان بنديان سپاري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

لندن\ نړيوالي خبري منابع \ باختر  د چنګاښ ٨ :
د بريتانيا دحکومت له  خوا د افغانستان حکومت ته د افغان بنديانو د سپارلو بهير پيل شوى دى.
دبريتانيا د دفاع وزارت مقاماتو پرون دافغانستان حکومت ته دلسو تنو افغان بنديانو دسپارلو خبرورکړ.
اوس په لسګونو افغان بنديان د هملند ولايت  بسشن په پوځي اډه کې د بريتانيايي ځواکونو په جيل کې شپې سباکوي.
دباخترآژانس د فليپ هامونددمطبوعاتي دفترله خوا دخپرې شوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: دبريتانيا د دفاع وزير ويلي دي چې ددغه هيواد دسترې محکمې  دموافقې له امله چې د حکم په بدلون سره د افغانستان حکومت  ته ديوشمېر افغان بنديانو دسپارلو مخه نيوله؛ خوښ دى .
هاموند هيله وکړه چې ټول مشکوک جنايتکاران چې د ده په خبره زياتره يې د بريتانوي ځواکونو او افغان ملکي  وکړو په وژلو اودپه ماين ښخولو کې لاس لري؛ له زيات ځنډ پرته دې د افغانستان حکومت ته وسپارل شي چې د هغو قضيې د افغانستان د قوانينو له مخې وڅيړل شي.
د افغانستان حکومت مخکې له دې د بريتانوي ځواکونو ترکنترول لاندې دافغان بنديانو ساتل د افغانستان  له ملي واکمنۍ څخه سر غړونه بللې وه.
افغانستان، دافغانستان حکومت ته دافغان بنديانو دسپارلو لپاره بريتانيا ته دوه اوونۍ وخت ورکړى و .
دافغانستان جمهوري رياست دغه راز هيله لري چې دغه بنديان ډير ژر د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.