25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دماين پاکولو دپرو ګرام د افغاني کيدو لپاره هلې ځلې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ١٣
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ماين پاکولو دپروګرام مديريت به د امنيت د تامينولو په شان افغانانو ته وسپارل شي .
ددغه پروګرام  ګړندي کولو لپاره هلوځلو زور اخيستى دى
په افغانستان کې د ماين پاکولو مسوولين وايي چې د افغان مقاماتو په غوښتنه يې د ماينونو اود نا چاودلو توکو له شتون څخه د هيواد دپا کولو بهير ګړندى کړى دى.
ټاکل شوې ده له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په درشل کې د امنيتي مسوليتونو ترڅنګ د ماينونو اوناچاودلو توکو له شتون څخه د هيواد دپا کولو چارې افغانانو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې د افغانستان په خا وره کې په سلو کې څه دپاسه ديرش نا چاودلي توکي او ماينو نه په خپل حال پا تې دي .
سږ کال دهڅو اوهاند په ګړندي کولو سره ټاکل شوې ده نهه اويا مليونه ډالره په افغانستان کې دماين پا کولو په پروګرام ولګول شي.
افغانستان په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې د ماين د توليد او کارولو دبندولو تړون چې د ا وتاوا تړون په نامه ياديږي لاسليک کړ . ددغه تړون له مخې نړۍ په تيره بيا دملګرو ملتو سازمان ژمنه وکړه چې په لسو کلونو کې افغانستان د ماينونو اوناچاودلو توکو له شتون څخه خلاص کړي خو ددغو لسو کلونو په تيريدو سره شميرنې ښيي چې لا تر اوسه پورې هم په دغه هيواد کې په سلو کې ديرش ښخ کړى شوي ماينونه اونا چاودلي توکي پاتې دي .
په افغانستان کې ماين پاکولو ددفتر تخنيکي او مالي مسوول محمد شفيق يوسفي وايي چې نا امنۍ ددې سبب شوې چې نړيوال او افغانان و نه کړاي شي له ټاکلي مودې څخه مخکې افغانستان له ماينونو اوناچاودلو توکو څخه خلاص کړي
ويل کيږي چې د افغانستان دولت د ملګرو ملتو له سازمان څخه غوښتې دي چې په افغانستان کې د ماين پاکولو او د ناچاودلو توکو دراټولولو په برخه کې خپل ماموريت ترنورو لسو کلونو لپاره تمديد کړي.
ښاغلي يوسفي وايي چې تر راتلوونکو لسو کلونو پورې به دماين پاکولو د بهير په ګړندي کولو سره افغا نستان له ماينونو اوناچاودلو توکو څخه خلاص شي .
دملګرو ملتو سازمان همدا اوس د افغانستان حکومت ته د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه دپاکې شوې ځمکې اود ماين پا کولو دپرو ګرامونو د مديريت دسپارلو بهير پيل کړى دى.
ددغه پروګرام په چوکاټ کې هغه ځمکه به چې په افغانستان کې چې د ماينو نو اود ناچاودلو توکو له شتون څخه پاکه شوې ده هم په سمه توګه دساتنې لپاره افغان مسولينو ته وسپارل شي.
له همدې امله پرون  د بد خشان ولايت لس ولسوالۍ چې د ماين پا کولو د مرکزو نو په مرسته دماينونو له شتون څخه پاکې شوې وې د افغا نستان حکومت ته وسپارل شوې .
په افغانستان کې د ماين پاکولو ددفتر تخنيکي او مالي مسوول باختر ا ژانس ته وويل چې دماين پاکولو مرکزونوپه افغانستان کې دطالبانو درژيم له را نسکوريدو وروسته پورې و کولاي شول د بد خشان ولايت لس ولسوالۍ د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه پاکې کړي .
ده وويل د ماين پاکولو مرکزونه د افغانستان ددولت اود مرستندويو نړيوالو مرکزونو په مرسته هلې ځلې کوي چې تر٢٠٢٣ کال پورې ټول افغانستان له ماين څخه خلاص کړي .
دبدخشان والي شاه ولي الله اديب د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه ددغه ولايت پاکول دانسانانو د مصوونيت اود خلکو دټولنيز او اقتصادي حالت د ښه والي لپاره ارزښتناک و بلل .
دهلو ترست د ماين پاکولو د مرکز رئيس فريدون همايون وايي چې تر او سه پورې د افغانستان په سلو کې څه دپاسه شپيته خاوره د ماينونو اونا چاودلو توکو له شتون څخه پاکه شوې ده .
په همدې حال کې ويل کيږي چې شپږ سوه اووه اويا زره تنه افغانان په اوس وخت کې د ماين په پنځه سوه متري سا حه کې شپې سباکوي .
د تر لاسه شويو ارقامو له مخې لا تر اوسه پورې په افغا نستان کې په سلو کې څه د پاسه ديرش ماينونه اوناچاودلي توکي په خپل حال پاتې دي چې د هغو د مو جوديت په نسبت مياشت په مياشت څه نا څه څلويښت تنه افغا نا ن معيو ب اويا وژل کيږي
کال په کال د نړيوالې ټولنې څه نا څه سل مليو نه ډالره مرسته په افغا نستان کې په ماين پاکولو کې لګيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.