04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتيکااولايت کې دريو تنو ځانمرګوبريدکوونکو چې غوښتل يې دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړي ، دوه تنه يې دامنيتي منسوبينو له خوا ووژل شول او يوتن يې په تيښتې بريالي شو.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د چنګاښ ١٤ :
په پکتيکااولايت کې دريو تنو ځانمرګوبريدکوونکو چې  غوښتل يې دامنيتي ځواکونو په  کاروان بريد وکړي ، دوه تنه يې دامنيتي منسوبينو له خوا ووژل شول او يوتن يې په تيښتې بريالي شو.
دپکتيکاولايت ا منيه قوماندان مل پاسوال  دولت خان ځدران دباخترآژانس  خبريال ته وويل ، دريو تنو ځانمرګوبريدکوونکو  چې غوښتل يې په ښرنې ښارکې  دامنيتي ځواکونوپه کاروان بريد  وکړي دامنيتي ځواکونوله خوا وپيژندل شول  چې يو يې ځان وچاوه  او يوتن بل يې دامنيتي ځواکونوله خوا ووژل شو.
ده زياته کړه يوبل ځانمرګي بريدکوونکې په تيښتې بريالي شوى دى  .
دپکتيکاولايت  دامنيه قوماندان دڅرگندونوله مخې :  پيښې له امله دسرزيان نه دى رامنځته شوي خو يوازې  دترافيکو يوپوليسو يوڅه ټپي شوي دي .
دبريد کوونکو مړي دپيښي په  ځاى کې پاتې دي .
دپکتيکاولايت امنيه قوماندان وويل  دتښتيدلي ځانمرګي بريدکوونکي دنيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.