25 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ د لړم ٤مه/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د...

د القاعده شبکې دويم  نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

د القاعده شبکې دويم نمبرغړى په غزني کې و وژل شو

غزني/ د لړم ٤مه/ باختر د غزني د ملي امنيت رياست...

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

په ننګرهار کې زرګونه نشه کوونکې ګولۍ ترلاسه شوې

کابل / د لړم ۴ مه / باختر د ننګرهار په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي اردو ځواکونودنورستان سرحدي پوستې ونيولې.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دملي اردو ځواکونو له ٢٤ ساعتو وروسته په نورستان کې سرحدي پوستې بيا له وسله والو طالبانو څخه ونيولې.
وسله والو طالبانو دپاکستاني طالبانو په ګډون دپنجشنبې په ورځ په کامديش کې د افغان سرحدي پوليسو په څو پوستو بريدونه وکړل اووي نيولې.
په دې بريدکې اته تنه سرحدي پوليس شهيدان اوديارلس تنه نورټپيان شول.
دغه راز ويل شوى دى چې وسله والو طالبانو په دې بريد کې شپږ تنه سرحدي پوليس له ځان سره بيولي دي .
د نورستان ولايت د کامديش ولسوال مولوي عبدالرحمن باختراژانس ته وويل داردو ځواکونو د هغو پوځي عملياتو په بهير کې چې پرون تر ناوخته پورې يې د وام درلود افغان امنيتي پوستې بيرته ونيولې
د کامديش د ولسوال دڅرګند ونو له مخې، په دغوعملياتو کې د وسله والو طالبانو دډلې ددريو تنوپاکستا ني جګړه مارانو په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نوريې ټپيان شول خولا تراوسه پورې دشپږو تنو افغان سرحدي پوځيانو د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
سيمه ييز مقامات وايي چې ښايي وسله والو طالبانو دغه شپږ تنه سر تيري له ځان سره پا کستان ته بيولي وي.
دغه امنيتي پو ستې له پا کستان سره دپولې په کورديش سيمه کې دى
درارسيدلو خبرونو له مخې، همدا اوس دپوليسو سرحدي ځواکونه بيا په دغو پوستو کې ځاى پرځاى شوي دي .
دسيمې اوسيدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ځينې دغه پوستې له نيولو وروسته سوځولي دي .
دوى ادعا کوي چې په دغو پوستو کې داور لګيدنې له ا مله يوشمير افغان سرتيري شهيدان شوي دي.
په همدې حال کې دکامديش ولسوالۍ بازارهم پرون د افغان امنيتي ځواکونو اود وسله والوطالبانو ترمنځ د نښتې ډګر و .
دکامديش د ولسوال دڅرګندونو له مخې، دغه نښته ددريو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو سبب شوه .
په دې وروستيو وختو کې د نورستان والي تميم نورستاني دغه ولايت ته د څه دپاسه زرو تنو پاکستاني ،ازبکستاني ، چيچني اود عرب طالبانو درسيدو خبر ورکړ او وي ويل که چيرې دولت ډير ژر دغه ولايت په تيره بيا سرحدي ولسوالۍ کامديش ته دزياتو پوځيانو په استولو اوځاى پرځاى کولو اقدام ونه کړي دتروريستي ډلو له خوا ددغې ولسوالۍ دنيول کيدو احتمال شته .
ددغه ختيځ ولايت مقامات تل په پا کستان او په تيره بيا ددغه هيواد د استخباراتو په سازمان په نورستان کې له تروريستي ډلو سره د هم کاري او ملاتړ تور لګوي او وايي چې ددغو جګړه مارانو ترمنځ دڅو تنوپاکستاني ميجرانو شتون ددغې همکاري بيلګه ده .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.