09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوه تنه ډار اچوونکي له پوليسو سره دخلکو په همکاري ونيول شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ يو پوليس نن د ډار اچوونکو په يو بريد کې ټپي شو اوبريد کوونکي له ډيل پرته  ونيول شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى فواد عسکري باختراژانس ته وويل، دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ دعملياتي جنګي ټولې قوماندان دويم څارن  نيک محمد ددوو تنو تروريستانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ټپي شو .
خبرځاى زياته کړه ، دوه تنه ډار اچوونکي دفراه ښار دڅلورمې ناحيې په ساحه کې دخلکو او امنيتي ځواکونو په همکارۍ  ونيول شول .
عسکري زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.