09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې تنه پوليسان دتورخم په لويه لاره کې دطالبانو دبريد له امله شهيدان شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
درې تنه پوليسان دافغانستان دخنيځ تورخم په لاره کې  دوسله والو طآلبانو دبريد له امله شهيدان شول .
دغه پيښه تيره شپه دننګرهار ولايت دبټي کوټ  ولسوالۍ په شينوارى قلعه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
دننګرهاردوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي وايي په دې جګړه کې وسله والوطالبانو  ته هم  دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
  تراوسه پورې په وار وار دجلال آباد تورخم په لويه  لاره کې دوسله والو طآلبانو له خوا په افغان پوځيانو او بهرنيو سرتيرو او آن په ملکي وګړو بريدونه شوي دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.