08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ اوولسمه :
دهيواد په ځينو ولايتونوکې پرون دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې اوولس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي  يو ويشت تنه ټپيان او څوارلس تنه نور يې نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دملي اردو منسوبينو دسولې اوثبات دتينګښت  په مقصد دهلمند ولايت دمارجې اونهر سراج دولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، شل تنه ټپيان او دوه تنه مشکوک کسان ونيول شول او يو کرولا موټر او يو ماين ترلاسه شوي دي .
دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يو تن بل ټپي شوى دى .
دملي اردو منسوبينو دپکتيکا ولايت داومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات  ترسره کړل چې له امله يې يو وسله وال مخالف ټپي او اووه تنه مشکوک  کسان  ونيول شول او دوه ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
دغه راز دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول اوڅلور تنه مشکوک کسان  ونيول شول .
دپکتيا ولايت دوزې ځدران  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  يو دوه اتيا ملي متري توپ ، يوکلاشينکوف  او يوه آيکم مخابره ترلاسه شوې  ده .
ديوبل خبر له مخې،  دلغمان ولايت دقرغيو او دفراه ولايت دبالابلوک دولسواليو په مربوطاتو کې په سړکونوکې دښخ کړي  شويو ماينونو دچاودنې او دوسله والو مخالفينو د درندو وسلو د ډزو له امله  دملي اردو يو منسوب شهيد او يو تن بل ټپي شوى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.