08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سرپل ته دطالبانو د والي نومول شوى مرستيال ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر  د چنګاښ ١٨ :
سرپل ته د وسله والو طالبانو د ډلې د والي نومول شوى مرستيال دپوځيانو دځانګړوعملياتو په بهيرکې له ساتوونکى سره يې ووژل شو.
ددغو عملياتو په بهيرکې شپږتنه نورجګړه ماران هم ووژل شول اودپوليسو سرتيري د وسله والو طالبانو له شتون څخه دنهو سيموپه پاکولو بريالي شوي دي.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالروف تاج له باختراژانس سره په خبروکې تائيدکړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې دغه ولايت ته دطالبانو د والي نومول شوى مرستيال قاري منهاج الدين له يو ساتونکى سره يې وژل شوى دى.
جنرال تاج قاري منهاج الدين په سرپل کې د وروستيو ناامنيو اصلي عامل وباله  چې وژل کيدل به يې په امنيتي حالت اودخلکو په هوسايي مثبته اغيزه ولري.
دسيمه ييزو مقاماتو دڅرگندونوله مخې: دسرپل په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو په ښخونې، دقومي مشرانو اوسيمه ييزو مقاماتو ترور، د وسله والو بريدونو ترسره کول او د خلکو ځورونه د همدغه قوماندان په لارښونه ترسره کيده. مقاماتو ددغوعملياتو په بهيرکې د شپږو تنو نورو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر هم ورکړ .
دسرپل امنيه قوماندان وايي چې د ملي اوسيمه ييزو پوليسو سرتيري ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د دصيادولسوالۍ قزل قلعه ، الملک ، چهار راه ، بندکشاله  او د ميان درې دسيمو په پاکولو بريالي شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: افغان سرتيرو د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو څو ډيپوګانې هم ترلاسه کړې دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.