14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي په هرات ولايت کې دماين ښخونې عاملين چې دښځو او ماشومانو دشهادت سبب شول ، په کلکه وغندل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ نولسمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې دماين ښخونې عاملين چې پرون مازيګر دښځو اوماشومانو په ګډون ددوه ويشتو تنو دشهادت سبب شول په کلکه وغندل .

  په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په کلکه ددغه تروريستي او انساني ضد عمل په غندلو سره وويل چې طآلبانو بياهم دپرديو په خدمت کې  داځلې دخلکو په ګڼ ميشته لاره کې په ماين ښخولو سره دروژې مبارکه مياشت زموږ هيوادوالو ته په مرګ او وحشت سره پيل کړه .

  حامدکرزي ديوې تيلفوني اړيکې په ترڅ کې دهرات والي سيد فضل الله وحيدي ته لارښوونه وکړه چې ددغې پيښې دقربانيانو کورنيوته بيړنۍ مرستې ورسوي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلې ژورې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دشهيدانو کورنيو ته څرګندوي او دلوى خداى (ج )  له دربار څخه هغوى ته دجميل صبر هيله کوي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.