26 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

د امنیتي برخې لوړپوړومقاماتوغونډه وکړه

کابل/ د تلې ۵مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

په پکتیکا کې ۱۱ طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

کابل/ د تلې ۴مه/ باختر طالبانو نن د یوسفخیلوولسوالۍ پرسنګرپوستې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په عراق کې دبمي بريدونو له امله څه ناڅه نوي تنه ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

بغداد _  باختر دزمري شلمه :
  په عراق کې د يو لړ بمي بريدونو له امله څه ناڅه نوي تنه ووژل شول او نږدې درې سوه تنه نور ټپيان شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه همغږي بريدونه پرون شوي دي .
دغه بريدونه په مارکيټونو، ګڼ ميشتو بازارونو او په هغو پارکونو کې شوي دي چې کورنيو د اختر شپې او ورځې  پکې تيرولې.
په عراق کې دفرقه يي تاوتريخوالي لړۍ د روان ميلادي کال له لومړيو وختو څخه زور اخستى دى او د روژې مبارکه مياشت په روان کال کې په دغه هيوادکې ډيره مرګانې مياشت وه او د تيرې سه شنبې په ورځ دبغداد ښارکې په ورته بمي  بريدونو کې  هم پنځوس تنه ووژل شول .
  په تيره ميلادي مياشت کې په عراق کې څه دپاسه زر تنه وژل شوي دي چې له  ٢٠٠٨ ميلادي کال څخه راپديخوا په يوه مياشت کې د سر ډير دروند زيان و .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.