21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل د تلې ۳۰ باختر په هرات کې په تېرو ٢٤...

په هرات کې د مزداخان لرغونی ډنډ مرمت او بیا رغول کېږي

هرات د تلې ۳۰ باختر په هرات کې د مزدا خان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپلخمري ښار په يوګڼ ميشت ځاى کې د طالبانو ناکام بمي بريد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل_  باختر دزمري شلمه :
افغان امنيتي مامورينو دبغلان ولايت دمرکز پلخمري  ښار په يوه ډيره ګڼ ميشته سيمه کې د يوې چاودنې مخه ونيوله .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: وسله والوطالبانود سيمه ئيزو پوليسو يوې قرارګاه ته  څيرمه د مزارشريف دموټرو تم ځاى ته نږدې يو ماين ښخ کړى و چې دغه ماين له چاودنې وروسته نن غرمه د امنيتي مامورينو له خوا کشف او وچول شو .
  دبغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاويدبشارت دباخترآژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو په دغه بمي بريد سره غوښتل چې دافغان پوځيان  او دملکي وګړو په وړاندې يوه خونړۍ تروريستي پيښه رامنځته کړي؛ خوپه دې کار بريالي نه شول.
له بلې خوا په بغلان ولايت کې يو سيمه ييز مسوول وايي چې ددغه بمي بريد هدف دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان ملا علم و .
هغه ځاى چې وسله والو طالبانو ماين پکې ښخ کړى و؛ په پلخمري ښارکې ډيره ګڼ ميشته ساحه بلل کيږي.
په دې ځاى کې په يوې پوځي قرارګاه سربيره د مزارشريف د موټرو تم ځاى شته او هره ګړۍ سپرلۍ پکې شته .
په بغلان ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې د چاودنې په صورت کې زيات شميرملکي وګړوته مرګ ژوبله واوښته .
ويل کيږي چې دغه ماين نن غرمه ښخ کړى شوى و، خو سيمه ئيز مقامات وايي چې افغان ځواکونو هغه له سيمو څخه دخلکو له ايستلو وروسته نن له غرمې وروسته د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې چولى دى .
وسله وال طالبان زياتره په افغانستان کې په ګڼ ميشتوسيموکې دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي. هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې زيانمن کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.