09 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزی په حق ورسېد

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر د ننګرهار پخوانی والي...

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

رابعه ستانکزۍ د لوګر ولایت مرستیاله وټاکل شوه

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه / باختر د سیمه ییزو ارګانونو د...

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

د کرونا ویروس خپرېدا کمه شوېده

کابل / د چنګاښ ۱۹ مه / باختر د تېرو ۴۵...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دترکيې دبيارغاونې ولايتي ټيم له ميدان وردګو څخه ووت.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١
د ترکيې دبيارغاونې ولايتې ټيم پرون له ميدان وردګو څخه ووت.
له ميدان ښارڅخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله دترکيې د بيارغاونې دولايتي ټيم په مقر کې جوړه شوې وه ، د ميدان وردګو والي ، دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين ، په کابل کې دترکيې سفير او د دغه ولايت د ولايتي شورا مرستيال او د سيمه ييزو ادارو مسولينو ګډون کړى  وو ، د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي په خبرو کې وويل :  دترکيې دبيارغاونې ټيم له ٢٠٠٦ م کال څخه تر ٢٠١٣ م کال پورې په ميدان وردګو کې په ټولنيزو اقتصادي ، وګړنې ، پوهنې او فرهنګ په برخو کې غوره خدمتونه تر سره کړي  دي او زه د ميدان وردګو ولايت د خلکو او د دولتي ادارو دمسوولينو په استازيتوب د ترکيې دبيارغاونې له ولايتي ټيم او د  ورور هيواد ترکيې له  دوستو خکو څخه مننه کوم.
دغه راز دترکيې سفير په خبرو کې وويل :  د ترکيې دبيارغاونې ټيم دميدان وردګو ولايت له خکو څخه  نه هيريدونکې خاطرې لري او  زه يوځل بيا ستاسو له خلکو څخه مننه کوم ترهغه وخته پورې چې دلته وو. آن  د دولت مخالفينو هم  په موږ بريد  ونه  کړ او زه دافغانستان او ترکيې د دوستي په باور دبيارغاونې د ټيم مرکز او ودانۍ له ټولو ضروري ملحقاتو سره چې په پرمختللو معيارونو جوړ شوى دى  دميدان وردګو ولايت دپوهنې رياست ته ورکوم .
وروسته دپوهنې وزارت داسلامي تعليماتو معين شفيق صميم په خپلو خبرو کې دپوهنې په برخه کې دترکيې دمرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې دپوهنې وزارت به دترکيې دبيارغاونې دټيم له خوا له ورکړ شويو تاسيساتو څخه دافغان – ترک دښوونځي  لپاره استفاده وکړى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.