03 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهيواد په سلوکې دپنځلسو سيمو دامنيت تامينول دسيمه ييزو پوليسو په غاړه دى .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل  ، دهيواد په سلوکې دپنځلسو سيمو دامنيت تامينول دسيمه ييز پوليسو په غاړه دى  او دغه ځواکونه د دښمن په مقابل کې ښه جنګيږي  .
دباختر آژانس دخبرله مخې :-  د کورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي دغه راز په دې خبري  کنفرانس کې وويل ،  په ټول هيواد کې دسيمه ييزو پوليسو شمير ٢٢ زرو تنو ته رسيدلى دى او دغه ځواکونه د دښمن په مقابل کې ښه عمل کوي.
صديقي دغه راز په دې خبري کنفرانس کې وويل ،  هغه شکايتونه  چې خلکو له سيمه ييز پوليسو څخه کړې دي تر څيړنې لاندې دي او تيرکال دسيمه ييزو پوليسو اوياتنه منسوبين ګوښه کړى شوي دي او عدلي او قضايي ارګانوته معرفي شوي دي .
په همدې حال کې ده په کابل کې د ملګرو ملتو دسازمان د نماينده ګې د دفتر يوناما ددفتر وياندې نيلاب مبارز ويلي دي د دغو ځواکونو دکړو وړو  په باب دافغانستان د زياتو خلکو شکايتونه دملګرو ملتو دفتر ته رسيدلې دي .
دې  دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې ددغو ځواکونو په کړو وړو  زياته څارنه وکړى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.