27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پيغام

پيغام

کابل/ د کب ٨ مه/ باختر د ملي امنیتي ځواکونو د...

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

طالبانو په سرپل کې ملکي کسان آزاد کړل

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر په سرپل ولايت کې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې دپاکستان دراکټي بريدونو له امله دوه تنه لمونځ کوونکې شهيدان شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دورږي دمياشتې ٦
د هيواد دختيځ په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
په دغو ملکي وګړو تيرماښام په داسې حال کې چې د دانګام ولسوالۍ په يو جومات کې دلمانځه په اداکولو بوخت و دپاکستاني پوځيانو له خوا توغول شول توغندي ولګيد او شهيدان شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيلي له باختر آژانس سره په اړيکه  د دوو لمونځ کوونکو شهادت  تاييد کړ .
دافغانستان په ختيځ کې کونړ ، نورستان او دپکتيا د ولايتونو سيمه ييزمسوولين  وايي چې ددغو ولايتونو په ځينو سيمو د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دپخوا په شان دوام لري.
بايد وويل شي  ، چې د تيرې يوې مياشتې په بهير کې ددغو ولايتونو په ځينو سرحدي سيمو کې د ښځواو ماشومانو په  ګډون پنځه تنه ملکي  وکړې او دولس
تنه  نور ټپيان شوي دي.
دافغانستان په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونه دتير لمريز کال دوږې په مياشت کې پيل شول.
د رارسيدلو رپوټونو له مخې :  تراوسه پورې دغه ختيځ ولايتونه د پاکستاني پوځيانو له خوا د څه ناڅه لسو  زرو  توغول شويو توغنديو د لګيدو ډګر دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.