20 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه له مرکز څخه ديو تروريست نيول کيدل

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د فراه پوليسو تيره...

د شبرغان- مزارشريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

شبرغان / باختر/ د وږي٢٩مه : د شبرغان- مزارشريف لويه...

په ننګرهار کې دملکي وګړو دتلفاتو په اړوند ضد ونقيض ادعاوې

جلال آباد / باختر/ د وږي٢٩مه : په ننګرهارکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانو د شپږو ټانکرونو چلوونکې شهيدان کړل.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

فراه  – باختر دورږې دمياشتې ٦
وسله والو طالبانو دتيلو د ټانکرونو شپږ تنه چلوونکي شهيدان کړل او پنځه ديرش ټانکرونه يې له منځه يوړل .
په فراه ولايت کې تيره شپه د ناټو په نفتي توکو بار ټانکرونو  دوسله والو طالبانو دبريد له امله شپږ تنه چلوونکې شهيدان اولس تنه نوريې  ټپيان شول .
په دې بريد کې دناتو په نفتي توکو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست او له منځه لاړل .
د ناتو د ټانکرونو کاروان د هرات – قندهار په لويه لاره کې دريدلې وو ،  چې دطالبانو له خوا راکټي  بريد پرې  وشو .
دفراه دوالي ونيدوي عبدالرحمن ژوندي باختر آژانس ته وويل چې په دې راکټي بريد کې ددغه کاروان دشپږو ټانکرونو چلوونکي شهيدان اولس تنه نوريي ټپيان شول .
ژوندي تاييد کړه چې په دې پيښه کې د ناټو د ځواکونو په  تيلو بار پنځه ديرشو ټانکرونو اور واخست  .
په همدې حال کې په فراه ولايت کې د يو  روغتيايي مرکز  ډاکترانو د دغې پيښې
د دريو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب  وباله.
عيني شاهدان وايي چې اورلګيدنې دتيرماښام له اوو بجو څخه  تر نن سهار پورې دوام  درلود.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.